په ننګرهار کې د شاتو مچیو د ساتلو لپاره مناسب ځایونه نه شته

په ننګرهار کې د شاتو مچیو د پروسیس او د مچیو د اتحاديي مسولین وايي، چې په دې ولایت کې یې د شاتو مچویو د کاروبار او اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره لازمې هڅې کړي دي.

د شاتو د پروسیس فابریکې مشر او د مچیو ساتونکو اتحادیې مشر ریاض محمد رودوال سلام وطندار ته وویل، چې اوسمهال د مچیو د روزونکو په کار کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

د دوی په خبره، اوس په ننګرهار ولایت کې د مچیو ۲۰۰ فارمونه موجود دي او دوی یې د پالنې او اسانتیاوو په برابرولو کار کوي.

رودو وال وايي، چې د مچیو د ساتونکې اتحاديې د فارمونو له خاوندانو سره یې د بېلابېلو مرستو ترڅنګ، د خېمو، توکو او د مچیو د روزنې په برخه کې پوهاوی ور کړی دی.

دغه ټولنه ۲۲۰ تنه غړي لري، وايي، چې د مچیو د فارمونو له مالکانو سره یې د شاتو د خرڅلاو په برخه کې د بازارموندنې زمینه برابره کړې ده.

د ننګرهار ولایت د روداتو اوسېدونکی عبدالمجید سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د مچیو د ساتلو کارو بار کوي.

هغه وايي، چې همدا اوس د باریک اب په سیمه کې ۶۰ فارمه کورنۍ مچۍ لري، پر وینا يې له خپل کار نه خوښ دی او زیاتوي، چې په پسرلي او مني کې مچۍ په ننګرهار کې دېره کوي او په نورو موسمونو کې یې یخو سیمو ته وړي.

که څه هم په ختیځ کې د شاتو مچیو د ټولنې مشر وايي، چې د ځنګلونو او ګلانو نشتوالي د مچیو خاوندانو ته لویه ستونزه جوړ کړې ده، خو وايي، چې د مچیو مالکان تر ډېره خپل فارمونه پاکستان هېواد ته وړي ځکه چې هلته د بېرې، شړشمو او پلوڅې ګلان ډېر دي.

دی وايي، چې څو ځله یې د کرنې وزارت له چارواکو سره دغه ستونزه شریکه کړ، چې د مچیو د ودې لپاره د کرنې وزارت په دښتو کې مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي.

د دې ټولنې مشر ښاغلی رودوال زیاتوي، د نورو ستونزو تر څنګ امنیتي حالت هم د مچیو پر کارو بار اغېز کړی دی.

د ننګرهار د شاتو د پروسېس فابریکه په هېواد کې ځانګړې فابریکه ده. د یادې فابریکې مسولین وايي، چې د پسرلي په موسم کې د هېواد ډېرو ولایتونو نه د مچیو ساتونکي راځي، دوی ترې شات اخلي او بیا یې وخت پر وخت پروسېس کوي او بازار ته يې وړاندي کوي.

شفیع الله ساپی د جلال اباد ښار تلاشۍ په څلور لارې کې د شاتو دوکان لري.

نوموړي سلام وطندارته وویل، چې د شاتو فابریکي په جوړیدلو سره د وطني شاتو تولید او بازار ښه شوی.

د ننګرهار تولید شوي شات یواځې په کور دننه پاتې شوي نه دي، بلکې نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته هم اېښودل شوي، لکه په هندوستان کې چې د ننګرهار تولید شوي شات په یو نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي وو.

اکرام الله اکرام د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی دی، ده له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې موږ یواځې کورني شات ځکه اخلو، چې له بهرینو شاتو نه یې کیفیت ښه دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنۍ او مالدارۍ ریاست د شاتو مچیو مدیر محمد اسماعیل سلام وطندار ته وویل، نن سبا په ټول ننګرهار کې د مچیو ۲۲۰  فارمونه شته، چې دوی یې وخت ناوخت ګوري او لازمې سلا، مشورې ورکوي.

د مچیو ساتونکي د شاتو مچیو د اقتصادي ګټو په اړه وايی، چې د شاتو هر فارم د پوره ورځو معادل دوه دندې رامنځ ته کوي. د وسايلو د محلي پېرنې په ګډون، د شاتو مچيو فارمونه په نامستقيمه توګه سلګونه کورنۍ د شاتو کاروبار اړوند کاري زمينو په رامنځ ته کولو سره ګټمنوي.

د دوی په خبره دا چې فارمونه د وخت په تېرېدو سره زياتيږي، ډيری خلک به په دې کاروبار کې مشغول شي.

نوموړی دا مني، چې د مچیو ساتونکي پر ناامنیو سر بېره، د ګلانو او شنو ځایونو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي، زیاتوي، چې لامل یې تر ډېره په کرنیزو سیمو کې د ودانیو جوړول دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام