د هلمند ولایتي چارواکي وايي، چې د ذوالفقار پوځي عمليات د تېرو دوو اونيو راهیسې د دغه ولایت په مهمو ولسوالیو کې پېل شوي دي.
د دغو چارواکو په وينا، د پوځي عملياتو ډيره برخه د هلمند ولایت په سنګين ولسوالۍ کې ترسره کیږي او تر دې مهاله امنيتي ځواکونو توانېدلي، چې د سنګين ۱۰ کیلومټره ساحه د وسله والو مخالفانو له منګلو خلاص کړي.
که څه هم په دې ولايت کې امنيتي مسولينو رسنيو ته ددې عملياتو په اړه د معلوماتو ورکړې په باب بنديز لګولی، خو د هلمند د والي مرستيال محمد جان رسول يار د سې شنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، د دغو عملياتو د پېل څخه دوې اونۍ کيږي، چې له امله يې تراوسه په سنګين ولسوالۍ کې ۱۰ کيلومټره ساحه د دولتي ځواکونو په ولکه کې راغلې.
رسول يار زياتوي، چې د ذوالفقار په عملياتو کې په سلګونه وسله والو مخالفانو او لسګونه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده و ویل، چې د عملياتودټکني کېدو لامل په سيمه کې د ملکي مرګ ژوبلې مخنيوی او د مخالفينو له لوري خښ شوي ماينونه دي.
هغه څه، چې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستيال دولت وزيري هم سلام وطندار ته ويلي و.
" تراوسه یواځې ۱۰ کيلومټره ساحه د دولتي ځواکونو په ولکه کې راغلې او پکې سلګونو وسلوالو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
مونږ پرمختګ کړی، سیمه مو نیولې، چې تراوسه ۲۷۵ مخالفان وژل شوي او تر۱۰۰ زیات نور يې ژوبل شوي دي."
دی وايي، د ذوالفقار پوځي عملياتو د پېل راهیسې د افغان ځواکونو څخه ۱۵ تنه وژل شوي هم دي.
باید و ویل شي، چې د سيمې خلک هم له ياد پوځي عملياتو خوښ دي، خو د دغه عملياتو د چټک پای ته رسېدو غوښتونکي دي.
هغه دولتي سرچينه، چې د خپل نوم اخیستو څخه يې ډډه کړې سلام وطندار ته ويلي، امنيتي ځواکونو يوازې د هملند ولایت په شکر شيلې سيمه کې د امنيت په راوستو کې پاتې راغلي دي.
که څه هم چارواکي په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لسګونه کسان ښيي، خو په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوه سرچينه وايي، چې دوی ته تر۱۵۰ ډير ټپيان راوړل شوي دي.
څو کاله وړاندې هلمند د افغانستان تر ټولو ناامنه ولايتونو څخه ګڼل کېده، د راپورونو په اساس اوس د دغه ولایت امنيت د تېر په پرتله په نسبي ډول ښه شوی دی.
په ټولیز ډول له تېرو ۱۳ کلونو را پدېخوا دا معمول ګرځېدلی، چې د ژمي موسم د پای ته رسېدو سره سم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وسله وال بریدونه او ناامني زياتيږي، خو امنيتي چارواکي بیا وايي، چې دوی د افغانستان پر ټولو مهمو سيمو حاکميت لري او د وسله والو د بريدونو شنډولو لپاره منظم پلانونه په پام کې لري.





