محقق: د ۳۱ برمته شويو کورنيو اقتصادي وضعيت ته پام نه دی شوی

د اجرایه رییس دویم مرستیال محمد محقق له سلام وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وویل، تر دې دمه د ۳۱ تښتول شویو کورنيو وضعيت ته پاملرنه، نه ده کړې.

محقق وايي، چې د امنیت شورا په ناسته کې به د ۳۱ تښتول شویو مسافرو کورنیو وضعیت ته د لاسرسي پر مسله بحث وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۳۱ برمته شویو مسافرو د کورنیو غړي او په لسګونو مدني فعالانو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م زيږدیز/ اپرېل۶ ) د برمته شویومسافرو په اړه د عدالت غوښتنې په موخه خیمې و درولې .

هغوی وايي، تر هغه چې تښتول شوي مسافر را خلاص نه شي خپلو اعتراضونو ته به ادامه ورکړي.

د مسافرو د کورنیو یوې غړې سلام وطندارته وویل، تر اوسه دولت او نور صلاحیت لرونکي بنسټونه دوی ته ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.

د معصومې دوه زامن، چې يو يې ۱۵ او بل يې ۳۰ کاله عمر لري د تښتول شویو کسانو په ډله کې دي.

دا وايي، یواځې همدغه دوه زامن یې د کورنۍ ګټیالي وو.

دغه میرمن زیاتوي، چې د کورنۍ اقتصادي حالات یې ډېر خراب دی او تر دې دمه یې د کومې دولتي او خصوصي موسسې له لوري ورسره مرسته هم نه ده شوې.

تر دا مهاله د یادو ۳۱ تښتول شویو مسافرو په اړه د هېواد دننه او بهر په لسګونه لاريونونه شوي، خو افغان حکومتي چارواکي تر اوسه د دغو مسافرو په اړه  تازه معلومات رسنيو ته دي ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام