بادغیس کې طالبانو ۲۲ امنیتي ځواکونه وژلي

د بادغیس ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیک وايي، طالبانو تېره شپه قادس او ابکمري ولسوالیو کې د پولیسو، محلي پولیسو او پاڅونوالو په پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي چې ۱۴ ملي او محلي پولیس قادس ولسوالۍ او ۷ تنه پاڅونوال ابکمري ولسوالۍ کې وژل شوي‌دي.

د هغه په وینا، نښتو کې ۹ امنیتي ځواکونه ټپي شوي هم دي او شاوخوا ۱۰ وسله‌وال طالبان هم وژل شوي‌دي.

د بادغیس والي ویاند جمشید شهابي هم قادس او ابکمري ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په پوستو د طالبانو بریدونه تاییدوي او وايي، قادس ولسوالۍ کې ۴ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳ ژوبل دي.

همداراز ابکمري ولسوالۍ کې د پاڅونوالو ۴ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، نښتو کې ۱۵ طالبان هم وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

طالبانو هم دغه بریدونه تایید کړي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام