د موسی کلا په ولسوالۍ کې ۳۱ تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي

د هلمند د ملي پولیسو د امنیې قوماندانۍ یو لوړ رتبه افسر د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندارته وویل، چې د موسی کلا په ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو طالبانو پرملي اردو سرتېرو برید کړی، چې شاوخوا۳۱  افغان ملي اردو سرتيري یې وژلي ټانکونه یې ترې وړي او څو نور سرتیري یې له ځانونو سره ژوندي هم بیولي دي.

اخوا د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم ادعا کوي، چې تېره شپه يې د موسی کلا ولسوالۍ پر یوې لويې قرارګاه له بريد څخه وروسته ۳۱ افغان ملي اردو سرتېري وژلي او ۷ نور يې ژوندي بيولي دي.

احمدی وایي، زرګونه فیره مرمۍ، مهمات او نورې وسلې هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

د دې ولايت د ولايتي شورا غړي او د يادې ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چې د موسی کلا ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره هم مخ دی.

دوی زیاتوي، چې دا مهال وسله وال مخالفين له امنيتي ځواکونوسره د ولسوالۍ په بازار کې په جګړه ښکېل دي او که د امنيتي ځواکونود ملاتړ له پاره کوټلي ګامونه پورته نه شي دا ولسوالۍ به هم د نوزاد له برخليک سره مخ شي.

دوی همدا راز وايي، چې وسله وال طالبان په دې جګړه کې له لسګونو زغروالوموټروڅخه، چې په نوزاد ولسوالۍ کې لاس ته ورغلي دي کاراخلي.

د سیمې اوسیدونکي وایي، په سیمه کې ناامني نوره خلکو ته د زغلمو نه ده.

حاجي معلم، چې د موسی کلا قومي مشر دی وایي، په  سیمه کې تیره شپه وسله والو طالبانو لسګونه افغان ملي اردو سرتیري وژلي او مهمات یې له ځانه سره وړي دي.

بل پلو بیا په هلمند کې د ولايتي شورا غړي حاجي عبدالمجید اخند زاده وايي، چې دا مهال ددې ولسوالۍ ۴۰ امنيتي پوستې مرکز ته راټولې شوې د امنيتي ځواکونومړي د يوې اوونۍ را پديخوا د جګړې په ډګر کې پراته دي.

د معلوماتو پر بنسټ موسی کلا کې  د ملي اردو ۳۰ ټانکه او ۳۰ موټرې له ځانه سره وړي دي.

 د دوی په خبره که دولت دې ولسوالۍ ته پاملرنه ونه کړي ډير ژر به دا ولسوالي هم د وسله والوطالبانوپه ولکه کې راشي.

بل لور ته د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفترمرستیال احمدشکیل تسل وایي، په موسی کلا ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان ملي اردو او وسله والو طالبانوترمنځ مخامخ جګړه شوې.

هغه وایي، په برید کې دواړو لوریو ته زیان اوښتی، خو کره شمېره نه په ډاګه کوي.

په دې اړه مو څو څو ځله د هلمند د والي وياند له عمرځواک سره اړيکه ونيوه، خوهغه د موسی کلا د اوسني حالت او نورو تازه پېښو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

یاده دې وي، چې دولتي لوري د وسله والو طالبانودغه ادعا په اړه تر دې دمه رسنیو ته بشپړ جزیات نه دي په ډاګه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام