.jpg)
د راپورنو له مخې وسله والو طالبانو له پرون ورځې راهیسې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار په درېیمه امنیتي حوزې بریدونه پیل کړي او طالبان د دې سیمې په کلیو او کورونو کې ځای پر ځای شوي، چې له همدې موقعیت نه په استفادې د پولیسو په پوستو بریدونه کوي.
وسله والو طالبانو له جمعې ورځې راهیسې لویه لار هم د خلکو پرمخه تړلې او ماینونه یې ځای پر ځای کړي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو پلان درلود د لښکرګاه ښار په امنیتي کمربندونو برید وکړي، چې د هوايي ځواک په مرسته یې پلان شنډ شو او په دې بریدونو کې یې ۲۸ طالبان وژلي دي.
.jpg)
ځواک وايي، چې په سیمه کې کافي اندازه امنیتي ځواکونه مېشت دي او د طالبانو مخه یې نیولې ده.
د سلام وطندار خبریال د جګړې سیمې ته تللی او وايي، چې د دې امنیتي حوزې ټول بازار او دوکانونه تړل شوي دي او د سیمې خلک د جګړې او مرمیو له وېرې له کورونو نه شي وتلی.
د درېیمې امنیتي حوزې ځینې اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط وايي، چې وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و، چې دوی بریدونه کوي او له خپلو کلیو دې ووځي.
د لښکرګاه ښار درېیمې امنیتي حوزې په اړوند بولان سیمه کې د پولیسو سرحدي لوا هم پرته ده، چې په سلګونو سرتېري په کې میشت دي.
د دې لوا یو سرتېري شاولي له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې دوی او ملګري یې په سیمه کې ځای پر ځای شوي او پرون ورځې له طالبانو سره جګړه هم کړې.
.jpg)
دی وايي، چې په دې سیمه کې موجود طالبان د باباجي او نادعلي اوسېدونکي دي او زیاتوي، چې اوسمهال په سیمه کې حالت ښه شوی.
مرکز لښکرګاه ښار درېیمې امنیتي حوزې په سیمه کې لسګونه ګډ امنیتي ځواکونه موجود دي او د لښکرګاه ښار په فضا کې د غوڅ ملاتړ هوايي ځواک جېټ الوتکې، چورلکې او بې پیلوټه هوايي ګزمې کوي، چې نن ګهیځ یې هم د طالبانو په ځینو مرکزونو بریدونه کړي دي.
طالبان داسې مهال په درېیمه امنیتي حوزه بریدونه کوي، چې د لښکرګاه ښار څلورمه امنیتي حوزه له دمخه د طالبانو تر واک لاندې ده.





