سلام وطندار | آرشیو
فارسی
|
پشتو
|
ازبیکی
|
ENG
افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د کومې لوبډلې پر پل روانه ده؟
سلام وطندار | آرشیو |
پنجشنبه، 21 ژانویه 2016
د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې کپټان احسان الله جنت بنګله دېش ته په رسېدلو، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام ګټلو له پاره بنګله دېش ته راغلي دي.
د نوموړي پر وینا، د دوي ځوانه ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله، د خپلو ملي لوبغاړو پر پل روانه ده او نړیوال جام سیالیو ته يې پوره چمتووالی نیولی دی.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله وړمه ورځ د کرکټ نړیوالې شورا په نوښت په ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه د بنګله دېش پلازمېنې (ډهاکې) ته ورسېدله.
ټاکل شوې ده، روانه میاشت پیلېدونکیو نولس کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو کې به افغانستان د ایرلینډ او نیوزیلینډ پر خلاف، له تمریني سیالیو وروسته په رسمي لوبو کی له پاکستان، سریلانکا او کاناډا کرکټ لوبډلو سره لوبې وکړي.
د ځوان افغان کپټان پر وینا، چې پاکستان ته یې تېر کال په لاهور کې پرله پسې ماتې ورکړې دي او بیا ځلي په کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د دغې کارنامې د ثبتولو له پاره چمتووالی لري.
احسان الله جنت زیاته کړې، چې کرکټ ملي لوبډلو په کرکټ لوبو کې په وروستیو لاسته راوړنو سره افغانانو ته ډېرې خوشحالۍ ورکړي دي او کرکټ اوسمهال د افغانستان د ولس له پاره یوه ستره خوشالي ده.
د ښاغلي جنت پر وینا، چې افغانستان د کرکټ روښانه راتلونکې لري او دوي بنګله دېش ته د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو د اتلولۍ ګټلو هیلو سره راغلي دي.
ټاکل شوې ده، د ۱۹ کلنو ۱۱م پړاو نړیوال جام سیالۍ د روانې جنورۍ پر ۲۸ مه نېټه د بنګله دېش په بېلابېلو ښارونو کې د کرکټ نړۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شي.
په دې سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ رسمي لوبه له پاکستانۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي.
د ویلو ده، چې په سږکال د ۱۹ کلنو په پنځوس اوریزو کرکټ نړیوال جام سیالیو کې به سویلي افریقا له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع وکړي.
به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.
بازگشت به وبسایت اصلی
مطالب مشابه:
سناتوران: له پاکستانه باید د سولې په خبرو کې نړیوال تضمین واخیستل شي
11/30/2015
د لوګر پر امنيه قوماندانۍ د شوي بريد په تړاو ١٤ پوليس ونیول شول
02/21/2015
د بغلان دیني مدرسو کې د حکومت ضد روزنه ورکول کېږي
12/13/2015
په بدخشان کې د ځمکې ښويېدو ۵۲ تنه ووژل
04/27/2015
د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د مجرمينو د دوسیو الکترونيکي پلټنه
08/24/2015
داعش کونړ کې د ماینپاکۍ یوې موسېسې ۱۲ کارکوونکي برمته کړي
07/19/2018
اخبار و گزارشهای سلام وطندار را از شبکههای اجتماعی دنبال کنید:
فیسبوک
توییتر
تلگرام