په کندهار ښار کې ناپېژاندو کسانو د یو هټیوال پر مخ تېزاب وشیندل

دغه پېښه تېره پرون ناوخته مهال د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې «عالي دارالمعلمین» ته څېرمه شوې‌ده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط نن سه‌شنبې سلام وطندار ته وویل، چې دوو تنو ناپېژاندو موټرسایکل سپرو په سیمه کې له یو تن پرچون هټیواله له سودا اخیستلو وروسته د هغه پر مخ تېزاب شیندلي دي.

د سرچینې پر وینا، د پېښې په تور دوه تنه نیول شوي، چې تر څېړنو لاندې دي.

دا هټیوال عبدالستار نومېږي، چې د کورنۍ غړي يې وايي، له هېچا سره يې دوښمني او له دولت سره يې اړیکه نه لرله. دوی د ده د روغتيايي حالت په اړه نور څه ونه ویل.

د میرویس روغتون سرطبیب ډاکټر محمد قاسم بیا وايي، چې عبدالستار تر دا مهاله روغتون نه‌دی ور وړل شوی.

دا په‌داسې حال کې ده، چې له تېرې اوونۍ راهیسې د امنیه قوماندانۍ له‌خوا په کندهار ښار کې د امنیت د خوندي کولو په موخه پر یو موټرسایکل دوو سپرلیو بندیز لګول شوی؛ خو بیا هم د ښار په یو شمېر سیمو کې دوه تنه پر یو موټرسایکل سپاره لیدل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام