د هلمند ولایت د ښځوچارو ریاست مسولینې هم همدا خبره کوي، وايي، د هلمند ولایت ډېر شمېر ښځې په هغو کورونو کې په نشو روږدې شوې، چې په کورنیو کې یې نارینه په نشو روږدې دي.
د دغه ریاست ريیسې همداراز وویل، چې په ځېنو کورنيو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی هم د همدې توکو زېږنده ده.
هلمندۍ ښځې وايي، د نشه یې توکو د نورو ګڼو ستونزو تر څنګ له اقتصادي بحرانونو سره مخ کړي دي.
د دې ولايت د ښځوچارو ریيسه جمیلې نیازۍ نن سه شنبې د (اګست په ۲۵مه) له نشه یي توکو سره د مبارزې د عامه پوهاوي په اړه په یوه په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې دا مهال ډېرې هغه ښځې دوی ته مراجعه کوي؛ يا په خپله په نشه يي توکو روږدې دي؛ يا يې هم نارينه نشه يي توکي استعمالوي، خو دوی يې د تاوتريخوالي ښکار ګرځېدلې دي.
اغلې نیازۍ وايي، که څه هم دوی تر اوسه په دې برخه کې دقيقه شمېره نه ده ورکړل شوې، خو د روږدو ښځو شمېره د لوړيدلو په حال کې ده.
د نیازۍ پر وینا، په دې ولایت کې همدا نشه يي توکي دي، چې کورني تاوتریخوالي ته لمنه وهي. هغه وایي، کوم مېړونه، چې په نشه یي توکو روږدې دي غواړي، د خپلو مېرمنو جامې هم وپلوری او نشه یی توکی پری وپېري.
د ښځو چارو رییسه په دې باور ده، که چېرې نشه یي توکي له منځه لاړ نه شي؛ ښایي د دې بد بوټي ریښې لا نورې هم وغځېږي.
د دې ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې ریيس وايي، چې د سروې له مخې دا مهال تر ۱۰۰ زرو ډېرې ښځې او زلمیان پر نشه يي توکو روږدي دي.
د دغه ریاست رییس لال محمد عزیزي زیاتوي، چې د دغو ۱۰۰ زرو ښځو او زلمیانو له جملې نه ۲۰ ښځې او ماشومان دي، چې اکثرو د بېوزلۍ او بې کارۍ له امله د نشه يي توکو استعمال ته مخه کړې ده.
نوموړي پر وینا، چې داځل یې پر وخت د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له مرکزي ادارې سره خبرې کړي او ډېر ژر به دا کښت له منځه یوسي.
په ورته وخت کې هغه ښځې، چې نارينه يې نشه يي توکي استعمالوي وايي، چې په کور کې څه نه لري او هغه پيسې چې دوی يې ګټي؛ نارینه یې په نشه یې توکو مصروفوي.
رڼاګله چې دوه زامن یې پر نشه يي توکو روږدي دي وايي، چې دواړه اولادونه د هیروینو د څکولو پر مهال خپلی کوټي ته له ځانه سره وړی. هغه چې د خپلو نشه يي زامنو نه ډېره ستړې شوې وایي، اوس دومره توان نه لري، چې په روغتون کې يي د درملنې لپاره بستر کړي.
دا په نورو ښځو غږ کوي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې په خپله عملا ونډه واخلي او هغه نارينه ته اجازه ورنه کړي، چې په کورونو کې نشه يي توکي استعمالوي او يا يې هم په کرکيله او کاروبار کې ښکېل وي.
هلمند د هېواد له هغه ولايتونو څخه دی، چې د نشه يي توکو په کر او توليد کې لومړی ځای لري او د همدې توکو ډېره برخه له دې ولايت څخه بهرته لېږدول کېږي.
د ځېنو شمېرو او سروې ګانو له مخې ویل کېږی، په افغانستان کې ۹۵ سلنه کوکنار تولیدېږي، چې ۴۷ سلنه یی هلمند پوره کوي.





