د بغلان ولایت د برکې ولسوال عبدالجبار اسلامي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې د طالبانو د برید پر مهال ۴ ولسي وکړي ووژل او ۳ تنه نور یې ټپیان کړل.
اسلامي وویل، دغه برید د برکي ولسوالۍ په قریاچه کلي کې پر یوې امنیتي پوستې وشو.
نوموړي زیاته کړه، چې د وژل شویو په ډله کې میرمنې هم شاملې دي.
له بل لوري د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تلیفوني پیغام له لارې رسنیو ته په رالیږل شویو پيغام کې کاږلي دي، چې په دې برید کې یې ۴ تنه سیمه ییز پولیس وژلي او ۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
خو د برکې ولسوال بیا د طالبانو دغه ادعا ردوي.
د غه برید په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته په شدت سره روانه ده او د لومړنيو راپورونو پر بنسټ تر اوسه په دغه جګړه کې ۶۰ طالب وسله وال وژل شوي، د ملکي، نظامي وګړو او طالبانو په ګډون لسګونه نور ټپيان دي.





