
د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په درېوو ولسوالیو کې ۷۶ طالبان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.
د کندهار د امنیې قومانداني ویاند جمالناصر بارکزي سلاموطندار ته ویلي چې د غوڅ ملاتړ ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت د ارغستان ولسوالي په سپینې او چینو سیمو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي چې له کبله یې ۱۸ طالبان وژل شوي، څلور ټپیان دي او دوه موټر او شپږ موټرسایکلونه یې هم له منځه وړل شوي دي.
د نوموړي په وینا، افغان ځواکونو د کندهار د ښورابک ولسوالي په غونډ سیمه کې هم پر وسلهوالو طالبانو برید کړی او وروسته بیا د غوڅ ملاتړ ځواکونو هم هوايي بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۵۵ طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. په دغه برید کې د طالبانو ۵ موټر او ۱۲ موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
هغه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د کندهار په میوند ولسوالي کې هم پر وسلهوالو طالبانو برید کړی چې له کبله یې ۳ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې له یوې خوا د افغان سولې خبرې اترې روانې دي او بلهخوا په هېواد کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ د ښکېلو لوریو ترمنځ نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوړي.
اړوند مطالب:





