پر غزني د طالبانو برید په شا تمبول شوی

وسله‌والو طالبانو بېګاه ناوخته پرغزني ښار بریدونه وکړل.

د غزني ولایتي‌شورا غړي نصیراحمد فقیر سلام‌وطندار ته وویل، وسله‌والو طالبانو بېګا شپه ناوخته پر غزني ښار له ۴ خواوو ډله‌ییز بریدونه پیل کړي وو.

د فقیر په وینا، ښار ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

خو ځینو رسنیو د غزني امنیې قوماندان فرید مشعل له قوله راپور ورکړی چې پرغزني‌ښار د طالبانو برید یې په شا تمبولی دی.

نوموړي ویلي چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې شاوخوا ۱۵۰ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې د ولایتي شورا یو بل غړی امان‌الله کامراني وايي چې طالبانو د ښار ځینې برخې نیولي او د امنیتي ځواکونو څو پوستو په ګډون یې د مخابراتي شبکو انتنونه هم سوځولي دي.

ویل شوي په برید کې امنیتي ځواکونه هم مرګ‌ژوبله لري.

په غزني کې زموږ د خبریال د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال جګړه ارامه شوې، خو د ښار له څنډو نه د خال خال ډزو غږونه اورېدل کېږي.

بله‌خوا د غزني ولایتي روغتون رییس بازمحمد همت سلام‌وطندار ته وویل، دې روغتون ته د ۱۴ امنیتي سرتېرو جسدونه او ۲۲ ټپیان وروړل شوي دي.

د همت د مالوماتو له مخې، په ټپیانو کې ۱۹ امنیتي سرتېري او ۳ ملکیان شامل دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه پرغزني د برید او دوی ته د اووښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام