په لوګر کې اتیا سلنه سوداګرو دولت ته مالیه نه ده ورکړې

د لوګر ولایتي چارواکي وایي، له تېرو پنځو کالو راهیسې د دغه ولایت سوداګرو او هټیوالو دولت ته مالیه نه ده ورکړې.

 په دغه ولایت کې د ولایتې ادارې له خوا له تېرې ورځې راهیسې په لسګونه سوداګریز شرکتونه، د تېلو پمپونه او هټي په دې تور تړل شوي، چې ګواکې دولت ته یې مالیه نه ده ورکړې.

د لوګر والي محمدحلیم فدايي خبریالانو ته وویل، چې د مرکزي دولت په لارښونه یې د دغه ولایت ټولو سوداګرو، هټیوالو ته درې ورځي وخت ورکړی، چې د تېرو کلونو باقي مالیه ورکړي؛ ګنې امنتي ځواکونه به یې ټول هټي او شرکتونه ور وتړي.

فدايي زیاته کړه، چې د لوګر دولتي بانګونه به د جمعې پر ورځ هم پرانیستي وي، چې دولت د دغه ولایت له سوداګرو پاتې مالیه راټوله او د دولت بودیجې ته یې جمعه کړي.

بل لور ته د لوګر سوداګرو او هټيوالو له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې له تېرو دوه ورځو راهیسې  د لوګر امينتي ځواکونو د مرکز پل علم او ولسوالیو په لسګونو سوداګریز شرکتونه، هاټي او د تېلو پمپونه تړلي دي.

د لوګر ښار یو هټیوال اختر محمد وايي، هره ورځ د لوګر دولتي بانګونو ته د مالیې د تحویلولو له پاره ځي، راځي، خو د ګڼې ګوڼې له امله نوبت نه ور رسېږي.

اختر محمد له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې ټاکلې موده دې وغځوي، چې په نوبت سره خپله مالیه تحویل کړي.

د پل علم یو بل هټیوال جمیل الرحمن وايي، حاضر دي، چې دولت ته مالیه ورکړي، خو دولتي بانکونه په ټوله ورځ کې شل کسان مالیه تحویلولی شي.

د ده په خبره، دولت دې په بانکونو کې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ دوی به یې پورونه ادا کړي.

د لوګر د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر داود مېلمه هم سلام وطندار ته ومنله، چې په دغه ولایت کې سلګونو هټیوالو دولت ته مالیه نه ده ورکړې. هغه زیاته کړه، چې که دولت د ماليې له درکه پوروړو کسانو ته د اېښې موده، یو څه زیاته کړي؛ سوداګر به وتوانیږی، چې په سم ډول مالیه تحویل کړي.

د چارواکو پر وینا، د لوګر د مرکز پل علم او ولسوالیو څخه هر کال دولت یو ملیارد او ۲۴ میلونه افغاني مالیه راټولوي، خو تر اوسه پورې اتیا سلنه سوداګرو خپله مالیه نه ده ورکړې. د هېواد د مالیاتي قانون له مخې د حقیقي شخص ماليات په لاندې ډول دي:


     له مالیاتو نه معاف     له  صفر نه تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې
په سلو کې ۲ سلنه مالیه له ۵۰۰۰ نه تر ۱۲۵۰۰ افغانیو پورې
 د ۱۵۰ افغانیو اضافه پيسو تر څنګ؛ ۱۰ سلنه مالیه له ۱۲۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰۰ افغانیو پورې 
د ۸۹۰۰ اضافه افغانیو تر څنګ، ۲۰ سلنه مالیهله ۱۰۰۰۰۱ نه پورته افغانۍ

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام