اوباما: په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر به کم نه شي

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د افغان ولسمشر اشرف غني سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وویل، چې د ۲۰۱۵ م زيږديز کال تر پایه به په افغانستان کې ۹۸۰۰ امريکايي پوځيان پاتې شي.

کله چې بارک اوباما په ۲۰۱۴م زيږديز کال د مې په میاشت کې پريکړه وکړه، چې د ۲۰۱۶ ميلادي کال تر پای پورې به له افغانستان څخه خپل ټول سرتيري وباسي، نو دغې خبر د افغان چارواکو ترمنځ اندېښنې را وپارولې.

خو بیا وروسته پريکړه وشوه، چې د روان ۲۰۱۵ کال تر پایه باید افغانستان کې له ۹۸۰۰ سرتیرو یوازې ۵۵۰۰ یې پاتې شي.

هغه مهال هم ځينې پوځي کارپوهانو او افغان حکومتي لوړ پوړو چارواکو اندېښنه وښوده، چې د افغانستان اوسني امنيتي شرايطو ته په کتو سره نباید ټول امريکايي پوځيان د ۲۰۱۶ م زيږديز کال په پېل کې ووځي.

له هغه وروسته بیا ولسمشر اشرف غني هم غوښتنه وکړه، چې د افغانستان اوسني امنيتي حالات په نظر کې نيولو سره باید امريکا له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د وتلو په مهالویش له سره کتنه وکړي.

وروسته بیا امريکايي چارواکو هم ومنله، چې د خپلو سرتېرو د وتلو په باب به له سره غور وکړي، خو اوس امريکې ته د ولسمشر غني په ګډون د نورو لوړ پوړو چارواکو په رسمي سفر کې بارک اوباما اعلان وکړ، چې د دوی ځواکونو شمېر به د ۲۰۱۶ م زيږديز کال ترپایه په خپل پخواني حالت پاتې شي.

همدارنګه په سپينه ماڼۍ کې د ګډې خبري ناستې په ترڅ کې د امريکا ولسمشر وویل، چې امريکا به له دې وروسته د افغان ځواکونو د غښتلتیا لپاره استخباراتي، روزنیز او لوژستیکي مرستې هم وکړي.

اوباما زیاته کړه، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د همکارۍ نوی باب پرانیستل شوی او که چېرې افغان حکومت په خپل اوسني نظام کې نور اصلاحات راوړي، نو امريکا به د دغه هېواد سره  د ۸۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت نورې مرستې هم وکړي.

همدارنګه ولسمشر اشرف غني په خبري ناسته کې وویل، له امريکا سره د يو واضح او دوامداره ليد لوري تحکيم مو یو له اهدافو و، چې دغې موخې ته رسېدلې يو.

همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې افغان دولت اوس امريکا خپل د یو با اعتماده ملګري  په توګه پېژني او له افغانستان سره د دوی تعهدات د پام وړ دي.

غني وویل، چې د ۲۰۱۷ م زيږديز کال پورې به د امنيتي قواو تمويل ۴،۱ ميليارډ ډالرو ته ورسيږي.

په دغه خبري ناسته کې افغان ولسمشر دا هم وویل، چې سپينه ماڼۍ د یو بین الافغاني سولې ټينګ ملاتړ کوي.

همدارنګه ولسمشر اوباما په دې وروستيو کې د سولې په باب د پاکستان سره د خبرو اترو په اړه وویل، چې د سولې په اړه له پاکستان سره خبرې اترې مهمې دي.

امريکې ته د ولسمشر اشرف غني او ورسره تللي پلاي سفر به پنځه ورځې دوام وکړي او په دغه موده کې به د هېواد په ډېرو مهمو مسایلو د بېلابېلو امريکايي  او بین المللي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام