د ولسي جرګې په نننۍ امنيتي او د فاعي فوق العاده ناسته کې د کورنیو چارو وزیر انورالحق علومي، لوی درستیز ستر جنرال شېرمحمد کریمي او د ملي امنیت لوی رییس ستر جنرال رحمت الله نبيل په هېواد کې د وروستيو امنیتي پېښو په باب کمېسیون ته د وضاحت له پاره ور بلل شوي و.
د پوځ لوی درستیز شېرمحمد کریمي د ولسي جرګې استازو ته وویل، کله چې د بدخشان ولایت پر جرم ولسوالۍ د ۲۵۰ وسله والو طالبانو له لوري برید وشو، نو هغه مهال د کنډک او ټولي قومندانان په دنده کې نه وو.
شېر محمد کريمي زياته کړه، چې د بدخشان ولایت دغه دوه قومندانان اوس نيول شوي او د پوښتنو او ګرويږونو لاندې دي.
د پوځ لوی درستيز وويل، چې وسله وال طالبان له پخوا ډېر مجهز او د تخنیک له پلوه لوړ شوي دي.
د ولسي جرګې ځينو وکيلانو ته کريمي دا هم وویل، چې د ملي اردو بریدملان او سربازان د خاورې د ساتنې په لاره کې هره ورځ سرښندنې ورکوي.
هغه وايي، په سربازانو کې ستونزه نه بلکې لويه ستونزه د رهبرۍ په کچه کې ده.
د ملي دفاع وزارت دغه لوړ پوړی پوځي مشر زياته کړه، د بدخشان امنیتي حالت د ښه والي له پاره دوی له پخوا څخه پلان درلود، چې لوا تشکیل کړي، خو د ځواکونو او تجهیزاتو د نه شتون او د اردو د شمېر کموالي له امله يې ونه شوای کړای.
همدا اوس د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې ۲۶ او د جرم په ولسوالۍ کې ۱۹ پوځي پوستې جوړې شوي، چې د چارواکو په وينا دغه پوستې د امنيت راوستو لپاره بسنه نه کوي.
د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د شاوخوا ۲۸ تنو ملي اردو سرتېرو د سر پرې کولو له امله پر لوی درستیز شېر محمد کريمي، د کورنيو چارو وزير انورالحق علومي او د ملي امنيت پر لوی رییس رحمت الله نبیل د ولسي جرګې د غړو له لوري خورا سختې نيوکې وشوې.
علومي د ولسي جرګې استازو ته د هېواد د وروستیو ناامنیو په اړه وویل، چې اوس مهال د افغانستان ۱۹ ولایتونه د وسله والو طالبانو له لوري د امنيتي ګواښ سره مخ دي.
د کورنيو چارو وزیر زياته کړه، چې د بدخشان قېصار ولسوالۍ ۷۰ سلنه وګړي له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.
د ولسي جرګې غړی نقيب الله ساپي وویل، د ملي اردو د کنډکونو قومندانان د تېلو د پلورولو په اساس میلیونران شوي او سربازان يې وینې خوري.
د ولسي جرګې غړو په خورا تندو لهجو سره وویل، چې د وروستيو پېښو له امله باید د افغانستان ټول جنرال خپلې رتبې پرې او له دندو استعفا وکړي.
دوی وايي، همدا اوس د لاجوردو معادن ټولې ګټې طالبانو ته ورځي.
په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازي فتح الله قېصاري وویل، چې اوسمهال د فاریاب ولایت ۸۰ سلنه د طالبانو په لاس کې دي او ۱۴ نورې ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي.
د معلوماتو پر بنسټ د بدخشان د جرم ولسوالۍ په برید کې د ملي اردو سرتېرو څخه ۷ رنجر موټر، ۸۷ M16 وسله، ۱۰ ميله داشکه، ۱۰ قبضې راکټونه، ۲۰۰ زره ليټره تېل، ۱۲ ميله پيکا، ۶ ټانکونه او درې لوی موټرونه وسله والو طالبانو ته په لاس ورغلي.
راپورونه دا هم وايي، طالبانو ته ان هغه وسلې په لاس ورغلي دي، چې امريکایانو افغان پوځيانو ته د دې ويرې نه ورکاوه، چې ګوندې د طالبانو لاس ته به ورشي.





