د بغلان د ولایتي شورا غړي وايي، چې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې دهنې غوري ولسوالۍ ته غځېدلې لارې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا تړل شوي دي.
د ولایتي شورا منشي بسم الله عطاش سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو د دغې ولسوالۍ زیات کلي نیولي دي او یادې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې یې تړلې دي.
د عطاش پر وینا، دغه ولسوالي د بغلان مرکز پلخمري ته په څو کیلو مترۍ کې پرته ده، وايي، که طالبان دغه ولسوالي ونیسي؛ نو د دې ولایت مرکز ته به ګواښ پېښ کړي.
نوموړی خبرداری ورکوي، که دې ستونزې ته پاملرنه ونه شي؛ نو دغه ولسوالي به د طالبانو لاسته ورشي او د دې ولسوالۍ له لارې به د "کیهان دره" او "تاله او برفک" ولسوالۍ او له بامیانو سره نښتې سیمه د دوی واک ته ولوېږي او بیا به د وسله والو طالبانو مهارول ستونزمن وي.
په ورته وخت کې د دهنې غوري ولسوال خان زاده مظلومیار د دغې ولسوالۍ د سقوط وېره مني، وايي، چې د ولسوالۍ د سقوط وېره د ۱۴۰ زره کسانو د اندېښنې لامل شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې د طالبانو په ولکه کې دي او دولتي مامورین نه شي کولای، چې ولسوالۍ ته تګ راتګ وکړي.
دا په داسې حال ک ده، چې طالبانو د روژې په ۱۵مه د ډله ییز برید په پایله کې د دنډ غوري ولسوالۍ زیات شمېر کلي تر خپلواک لاندې راوستي وو او له دې سیمې نه دهنې غوري ولسوالۍ ته غځېدلې لاره یې تړلې وه.





