اوباما: په کندوز کې د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون د حملې په اړه پلټنه کوم

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په کندوز کې د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون د ناټو ځواکونو هوايي برید یوه «تراژيدي» ګڼي او وايي، چې د دوی دفاع وزارت په دې اړه پراخې څېړنې پیل کړي دي.

د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون هم دغه پېښه غندلې او په بې پري توګه یې د دغې پېښې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د جمعې پر شپه د (اکټوبر په ۲مه) ناټو ځواکونو پر دغه روغتون د یو هوايي برید پر مهال د بې پولو ډاکټرانو د سازمان د ۱۲ ډاکټرانو په ګډون ۱۹عام وګړي او ۷ تنه ناروغان وژلي او ۳۷ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

ولسمشر اوباما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مخکې له دې چې د دې پېښې په اړه پرېکړه وشي؛ ښه به وي، چې د پلټنې پایلې مشخصې شي.

د بې پولې خبریالانو سازمان دغه حمله یو «وحشیانه» عمل ګڼلی او ویلي یې دي، چې د دغه برید له امله د روغتون ودانۍ ته ډېر زیان رسېدلی دی. دغه سازمان د پېښې د څېړلو پر وخت د بې پري توب غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي، چې په دې اړه دې پوره توضیحات ورکړل شي.

د بې پولې ډاکټرانو د سازمان پر خبره، دغه حمله وروسته له هغې شوې، چې دوی د جي پي اېس له لارې ناټو او افغان ځواکونو ته د دغه روغتون د موقعیت په اړه معلومات ورکړي وو.

دغه بريد په داسې وخت کې شوی دی، چې روغتون له ناروغانو او ډاکټرانو ډک و. د دغه سازمان مسولین وايي، چې ناټو ځواکونو د روغتون اصلي ساختمان، د جدي مراقبت برخه، عاجل خونه او د فزیوترافۍ برخه په پرلپسې ډول د برید هدف ګرځېدله ده، په داسې حال کې چې د ساختمان نورې برخې په بشپړ ډول روغې پاتې دي.

له بل لورې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو سازمان وايي، که چېرې د کندوز پر روغتون دغه برید په قصدي ډول شوی وي؛ نو کېدلی شي، چې دغه برید یو جنګي جنایت وشمېرل شي.

یوه اونۍ مخکې د طالبانو یوې ډلې په یوه غورځنګي برید کې د کندوز ښار او د دغه ښار ادارې ونیولې، خو افغان امنیتي ځواکونو د ناټو ځواکونو په مرسته له درې ورځو وروسته د دغه ښار زیاتې برخې بېرته ونیولې.

ویل کېږي، چې د المان یو شمېر نظامي ځواکونه د افغان ځواکونو د مرستې له پاره د طالبانو نه د کندوز د بېرته نیولو له پاره افغانستان ته رالېږل شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام