جوزجان؛ طالبانو ‍۱۵ سرتېري وژلي او ۶ یې له ځان سره بیولي

د جوزجان د ولایتي شورا غړی بسم‌الله ساحل سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه د دغه ولایت په اقچې ولسوالي کې پر «بالاحصار او جبارشهید» پوستو بریدونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، په یاده نښته کې تر نن سهاره یې دوام کړی، ۱۳ د ملي اردو سرتېري او دوه پولیس وژل شوي او ۶ نور سرتېري طالبانو له ځان سره بیولي دي.

دغې ډلې یو ټانګ سوځولی او بل یې له ټولو مهماتو سره له بالاحصار پوستې نه بیولی دی.

د ولایتي شورا دغه غړی د اقچې ولسوالي امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي. په دې اړه د د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د نظر په اخیستو ونه توانېدو.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر هم پر یادو پوستو د طالبانو بریدونه مني، خو له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه جزیات نه ورکوي.

بله‌خوا یوې باوري محلي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د طالبانو په بریدونو کې ۱۳ د ملي اردو سرتېري او ۲ پولیس وژل شوي او ۱۳ نور سرتېري ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو د ملي اردو ۴ سرتېري هم له ځان سره بیولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام