ریاض: افغان کارګرو ته قانوني اسانتياوې برابروي

د افغانستان د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وایي، چې د افغانستان او سعودي ترمنځ هوکړه لیک به د افغان کارګرو د ستونزو هواري په موخه لاسلیک شي.

په دې وروستیو کې د سعودي عربستان د کار وزارت استازی د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه افغانستان ته راغلي، څو په سعودي عربستان کې د افغان کارګرو ستونزو ته د حل لار ولټوي.

د دغه وزارت ویاند علي افتخاري سلام وطندارته وویل، چې افغانستان ته د سعودي عربستان تخنیکي پلاوي یوه موخه افغانستان کې د کاري فرصتونو لپاره مارکېټ له نږدې کتلي، چې هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره به دوه عمده ستونزې هوارې شي.

د نوموړي په وينا په پاکستاني پاسپورټونو تللي افغان کارګرو پاسپورټونه به افغان کیږي دویم دا، چې یوشمېر نور وزګارو افغانانو ته به په سعودي کې د کار زمینه برابره شي.

په همدې اړه د سعودي عربستان څخه یو شمېرافغان کارګرو سلام وطندار سره په ټېلفوني اړیکه کې خپلې ستونزې شریکې کړې.

دوی په سعودي کې له افغان کارګروڅخه خپل پاسپورټونو ورکېدل او پاکستاني پاسپورټونه د سترو ستونزو په توګه یادوي.

په سعودي کې د محمد رسول په نوم افغان کارګروایي، سعودي کې داسې کارګر هم شته، چې ۱۰ کاله یې تېرکړي وي، خو خپل وطن ځکه نه شي تلای، چې سعودي ته په پاکستاني پاسپورټ راغلي دي.

دی وايي، چې په سعودي کې افغان سفارت هم ددوی ستونزې نه شي حلولی.

د افغانستان د کار وزارت وایي، چې سږکال دوی په کوردننه وزګارو کسانو له پاره لنډ مهاله او اوږد مهاله طرحې لري، چې لنډ مهاله یې اړمنو هېوادونو ته د کار ګرو استول او اوږد مهاله کې بیا د بشري قوې روزنه او ظرفیت لوړونه شامل دي.

ددغه وزارت ویاند زياتوي، چې اوس مهال ۲۰۰ زره د حرفوي زده کړو فارغین لري، چې په ۵۰ بېلابېلو حرفو کې یې زده کړې کړې او د عملي کار زمینې برابرېدو په هڅه کې دي.

افتخاري وایي، چې په افغانستان کې د وزګارتیا ستونزه یواځې د مسلکي کان ایستنې پرمټ هوارېدای شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام