د افغانستان لپاره د امریکا په نظامي بودیجه کې بې‌ساری کموالی راغلی

د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د نظامي ماموریت بودیجه په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې له ۱۷ میلیارډه ډالرو نه د ۲۰۲۱ لپاره ۱۴ میلیارډه ډالرو ته را کمه کړې ده. د امریکا د نظامي بودیجې راپور پرون سه‌شنبه په پنټاګون کې وړاندې شو.

په تېرو اتلس کلونو کې دا تر ټولو کمه نظامي بودیجه ده چې امریکا یې د افغانستان لپاره ځانګړې کوي.

د پنټاګون د بودیجې په غوښتنه کې راغلي چې کانګرېس به له هېواده د بهر عملیاتو د بودیجې (OCO) په برخه کې د افغانستان لپاره د بودیجې په تعدیل کې له پنټاګون سره همکاري وکړي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي، پنټاګون په پام کې لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو نه ۸۶۰۰ زرو ته را کم کړي.

د امریکا د نظامي بودیجې په راپور کې راغلي، امریکا غواړي چې په افغانستان کې د بلک‌هاک جنګي چورلکو په برخه کې هم د پام وړ کموالی راولي.

امریکا په ۲۰۱۶ کې ژمنه کړې وه چې ۱۵۹ بلک‌هاک جنګي چورلکې به افغانستان ته ورکړي، خو د څلورو کلونو په تېرېدو سره یې یوازې ۵۳ هغه افغان ځواکونو ته ورکړې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، امریکا غواړي چې د بلک‌هاک جنګي چورلکو پر ځای، CH-47 Chinook چورلکې افغانستان ته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بېګاه د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره په ټلیفوني خبرو کې د افغان سولې او «تاوتریخوالي کموالي» په برخه کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکړی دی.

اړوند مطالب:

امريکا او طالبان ښايي په ۷ ورځو کې د تاوتريخوالي کمولو هوکړه لاسليک کړي

ناټو: د سولې تر راتلو په افغانستان کې پاتې کېږو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام