
د طالبانو د کوټې شورا په اړه سلام وطندار ته ځينې لاسته راغلي راپورونه پېښور ته د دغې شورا انتقالولو خبر ردوي.
د بلوچستان په کوټه کې ازاد خبریال رزاق برق سلام وطندارته وویل، د هغو اوازو په اړه چې ګواکې د طالبانو د کوټې شورا پیښور ته لیږدول کیږي، تر اوسه په پاکستاني رسنیو کې څه نه دي ویل شوي .
رزاق برق زیاته کړه، چې طالبانو ته د نږدې سرچینو د معلوماتو له مخې څو ورځې وړاندې د طالبانو د کوټې شورا په غونډه کې ټینګار شوی و، چې له دوی څخه د ناراضي طالبانو په پخلا او بېرته یوځای کولو په اړه باید هڅې وشي. خو د طالبانو په تشکیل کې د بدلونونو او نویو ټاکنو په اړه کومه خبره نشته.

نوموړي زیاته کړه: " په دې اړه ما په سيمه کې له با خبره سرچینو سره په اړیکه شوم، هغوی د دې خبرې پخلی و نه کړ او دلیل يې دا ویل که چېرې د کوټې شورا پېښور ته ولېږدول شي، نو د کوټې شورا کار د افغانستان په جنوب غرب لکه د زابل، هلمند، کندهار، غزني او نورولایتونه کې ده ، چې بیا له دوی لرې کیږي. "
دغه راز د چارو څیړونکی وحید مژده هم له کوټې څخه پیښور ته د طالبانو د شورا لېږد له امکانه لرې بولي او وایي، دا ناشونی ده چې طالبان دې په اوسنیو شرایطو کې له کوټې څخه پېښور ته خپله شورا ولیږدوي، ځکه دوی په هغو ولایتونو کې ډیر فعال دي، چې کوټې ته نږدې دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان په ځينو داخلي رسنيو کې د کوټې شورا د انتقال په اړه داسې راپورونه خپاره شوي و، چې ګوندې دغه شورا به پېښور ته انتقال شي او له دې ځایه به د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو بریدونه پلانيږي.





