طالبان د لوګر د نیولو پلان لري

سلام وطندار ته يوې باخبرې سرچينې ويلي، وسله وال طالبان هوډ لري، چې د افغانستان پر لوګر ولایت ستر ډله ییز برید وکړي او دغه ولایت تر خپلې ولکې لاندې راولي. 

سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د ولکه کولو له پاره ځېنې ناستې هم کړي دي.

د راپور پر بنسټ په دغو ناستو کې د طالبانو یو شمېر مهم قومندانان سره یو ځای شوي وو او د دغې ولسوالۍ د دایمي نیولو له پاره یې د یو قوي برید کوونکي پلان پر طرحه کار کړی دی.

سرچینه وايي، چې په دغه ناسته کې د ازرې ولسوالۍ د طالبانو مخکینی ولسوال مفتي عبدالوکیل، چې د ازرې د جانوخېلو اوسېدونکی او د بابوس اوسنی ولسوال دی، ملا محمد نبي مشهور په ذاکر په سیمه کې د طالبانو مشهور قومندان، چې  د ازرې د مرکز اوسېدونکی دی، مولوی صدراعظم د ازرې د تنګ اوسېدونکی د طالبانو په رژیم کې د ازرې ولسوال و، اماراتي چې د دوبندي اوسېدنکی د طالبانو له خوا د خوښۍ اوسنی ولسوال، قاري داود د تنګ اوسېدونکی د ننګرهار او ازرې غځېدلې لارې مسول، مولوي عبدالرحمن د ازرې اوسنی ولسوال او د اباسین په نوم د لوګر ولایت د طالبانو له مشهورو قومندانانو نه دي، چې د ازرې ولسوالۍ د سقوط له پاره یې د برید پلان طرحه کړي دي.

په راغلو معلوماتو کې دا هم ویل شوي دي، چې په دې برید کې به د طالبانو ترڅنګ داعش هم ګډون ولري.

د سرچينې په وينا، د طالبانو دغو مشهورو قومندانانو په تره، سپینه شګه او ټل کې سره ناستې کړي او دې هو کړې ته رسېدلي دي، چې د طالبانو د امارت اوسنی ولایت به له پل علم نه د ارزې ولسوالۍ ته لیږدول کېږي.

سرچینه دا هم وايي، چې مفتي عبدالوکیل په تازه وختونو کې پاکستان ته تللی و او له هغه ځایه يې یو شمېر پاکستاني جنګیالي هم راوستي دي.

 

له بل لوري په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی صاحب خان د طالبانو د دغه برید د طرحې احتمال مني او وايي، چې د طالبانو د دې ستر ډله ییز برید په اړه یې په ولسي جرګه کې خپل غږ پورته کړی دی.

د ولسي جرګې وکیل د دې برید په اړه وايي، چې د لوګر، حصارک او پکتیا وسله وال طالبان سره راټول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې لوګر ولایت لومړی درجه امنیتي چارواکي په دې اړه بې پروا دي او وايي، چې امنیتي چارواکي له طالبانو سره لاس لري.

صاحب خان زیاته کړه، چې د ازرې ولسوالۍ زیات شمېر ملي پولیس د لوګر امنیې قومندان په خدمت کې دي او د جګړې په دې فصل کې د یادې ولسوالۍ یو شمېر نور ملي پولیس د میدان وردګو ولایت ته د روزنې له پاره وړل شوي دي.

د ده په خبره له امنیتي چارواکو سره یې خبرې کړي او یادو چارواکو په دې اړه کومه ځانګړې تابیا نه ده نیولې.

 

له بل لوري د لوګر ولایت سرپرست والي نیاز محمد امیري هم دا مني او وايي، چې وسله والو طالبانو له څو کلونو راهیسې په یاده ولسوالۍ داسې بریدونه  کړي دي، چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې نه دي پېښ شوي.

امیري وايي، چې د دښمن د احتمالي بریدونو په اړه کلکه تابیا لري او د هر ډول برید ځواب به ورکړي.

د دغه ولایت سرپرست والي د لوګر د خلکو استازي دغه تورونه بې بنسټه بولي او وايي، چې د دغې ولسوالۍ ټول امنیتي مسولان په دنده کې دي.

ازره د لوګر ولایت له هغو ولسوالیو څخه ده، چې د شاوخوا شریکو پولو لپاره ستراتیژیک موقعیت لري.

دغه ولسوالي له پلازمېنې کابل سره د سروبي په سیمه کې، له پکتیا ولایت، د افغانستان په ختیځ کې له ننګر هار او له قباییلي سیمو سره ګډې پولې لري.

دغه ولسوالي د طالبانو په کلابندۍ کې ده او ۷ کاله کیږي د ازرې ولسوالۍ او لوګر ولایت مرکز پل علم غځېدلې لاره په بشپړه توګه سره تړل شوې ده او د دې خلک یې لومړی ننګرهار بیا کابل او له هغې وروسته د لوګر مرکز ته ځي.

د لوګر ځای ناستي مرستیال والي نیازمحمد امیري هم دې ولسوالۍ د خلکو دغه ستونزه مني.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام