اوباما، له جګړه ییز حالته د خپلو پوځيانو په وتو خوښي څرګنده کړه

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، په دې خوښ دی، چې امريکايي پوځيان د افغانستان په ګډون د نړۍ په هيڅ هېواد کې عملاً په جګړه کې ښکېل نه دي.

نوموړي دا هم وویل، چې اوسمهال يې له افغانستانه جنګي پوځيان ايستلي دي.

بارک اوباما نن سې شنبه (۲۰۱۵م زېږدیز/ مې ۲۶) په واشنګټن کې د پوځيانو هديرې ته د درناوي په موخه ولاړ او هلته يې وينا وکړه.

د امريکا "ارلینګټن" ملي هديره کې هغه امريکايي پوځيان خښ دي، چې بېلابېلو او په ځانګړي توګه د افغانستان او عراق په جنګونو کې وژل شوي.

نوموړي په دې خوښي څرګنده کړه، چې واشنګټن اوس له افغانستانه جنګي ځواکونه ایستلي او له دې وروسته يې پوځيان په هيڅ جنګ کې عملاً ښکېل نه دي.

خو دا يې وویل، چې افغانستان اوس هم يو خطرناک هېواد دی او پوځيان يې د جګړې له پاره د تيارسې په حال کې دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د پوځيانو په هديره کې د خپل وينا په ترڅ کې زياته کړه، چې دی به له افغانستانه د پاتې عسکرو د ایستلو لړۍ ته دوام ورکوي.

اوباما دا هم وویل، چې څو کاله وړاندې په افغانستان کې له ۱۰۰ زرو زیات پوځيان يې درلودل او په راتلونکي کې به يواځې دومره پوځيان پاتې شي، چې د سفارتونو ساتنه يې وکړي.

د امريکا ولسمشر د جګړو پر مهال وژل شويو سرتېرو پر څلي د تازه ګلونو ګېډۍ هم کېښوده.

کله چې بارک اوباما تصميم ونيوه، له افغانستانه به پوځيان وباسي، نو افغان ولسمشر محمد اشرف غني وړانديز وکړ، چې د افغانستان امنيتي حالاتو ته په کتو سره باید د امريکايي پوځيانو په ایستلو کې بېړه ونه شي.

په همدې حال کې مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د بارک اوباما د ورستيو څرګندونو په اړه توند غبرګونونه په ‌ډاګه شول.

د یادې جرګې غړو د اوباما څرګندونې د افغانستان سپکاوی و باله.

سناتور نثار حارث په خپلو خبرو کې وویل، افغان امنيتي ځواکونه له هېواده د دفاع پوره وړتيا لري او امريکا دې په افغانستان کې له مداخلې لاس په سر شي د هرډول ستونزو پر وړاندې افغانان مقاومت کولی شي.

ولسمشر اوباما د خپل حکومت له پېل راهیسې په افغانستان کې امريکايي پوځيانو د میشت سره مخالف وو.

په همدې وجه يې واک ته د رسېدو سره سم په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۰۰ زرو ته ورساوه.

یاده دې وي، چې د ولسمشر غني د وړاندیز سره سم اوسمهال د ۹۵۰۰ پوځيانو څخه  ۱۰  زره او ۵۰۰ تنو ته لوړه شوې، چې د اوباما په وينا د ۲۰۱۶ م زېږدیز کال تر پایه به يې له دې هم کم کاندي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام