
یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې پهدې پېښه کې یو ژباړن او ۴بهرني ځواکونه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شويدي.
سرچینه زیاتوي چې له پېښې وروسته د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په ډزو پیل وکړ چې په پایله کې یې ۷ ملکیان ټپیان شوي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېر ماښام د کابل شمال ته د بګرام هوایي ډګر ته نږدې په یوه برید کې درې امریکایي سرتېري او یو امریکایي قراردادي وژل شويدي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د سړک غاړې بم په چاودنه کې ووژل شول.
د خبرپاڼې له مخې، پهدې پېښه کې درې ټپي امریکايي سرتېري اوس تر درملنې لاندې دي.
په ورته وخت کې د پروان والي ویانده وحیده شهکار وايي چې په بهرنیو ځواکونو باندې ځانمرګې برید کې ۵ ملیکان ټپيان شوي.
وسلهوالو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی.
طالبانو ویلي چې د چاودېدونکیو موادو ډک موټر یې د بګرام هوایې اډې ته نږدې الوزولی دی.
دا په روان لمریز کال کې پر بهرنیو ځواکونو لومړی ځانمرګی برید دی.
ورته مطالب:





