د نشه یي توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظمي وویل، چې سږکال په افغانستان کې پر ۱۸۳ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي، چې تېرکال دغه شمېره۲۲۴ زره هکټاره وه، چې د کوکنارو په کر کې ۱۹ سلنه کموالی ښيي.
نوموړې دغه څرکندونې نن د (سپټمبر په ۲۱مه) د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړې.
دې وویل، سږکال په هېواد کې ۳۳۰۰ مېټریکه ټنه کوکنار تولید شوي دي، چې تېر کال ۶۴۰۰ مېټریکه ټنه وو، دغه شمېرې د کوکنارو په حاصلاتو کې ۴۸ سلنه کموالی په ګوته کوي.
خو په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر استازو د سلامت عظيمي خبرې رد کړې او زیاته یې کړه، چې اوس مهال په هلمند ولایت کې ۳ فصله کوکنار کرل کیږي.
دغو وکیلانو وویل، د وزېرې له خوا ورکړل شوي ارقام غلط دي او د دغه وزارت کړنې د قناعت وړ نه دي.
په دې اړه د جرګې استازې نسېمې نیازۍ وویل، د کوکنارو په کرنې او قاچاق کې په ځانګړي توګه د امنیتي، د فاعي سکتور، یو شمېر چارواکي او بهرنیان لاس لري.
د دې په وینا څه موده وړاندې په هلمند ولایت کې د ملي اردو ۳۰ تنه سرتیري، چې د ناټو ځواکونو له خوا ووژل شول علت یې د کوکنارو پر خلاف د سرتېرو مبارزه وه.
له دې ټولو نیوکو سره سره د نشه یي توکو سره د مبارزې وزیرې وویل، تېر کال ۲۶۹۲ هکټاره ځمکه او سږکال ۳۷۶۰ هکټاره د کوکنارو کښت اړول شوی دی.
سلامت عظیمي وویل، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې له پاره ۱۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده، خو دوی یواځې ۳ میلیونه ډالر بودیجه لري.
نوموړې زیاته کړه، چې د ټول هېواد په کچه ۱۰۸ روغتیايي مرکزونه شته دي، چې د۱۰ زره کسانو درملنه په کې روانه ده، خو له بلې خوا په ټول هېواد کې ۴۰ زره کسان دي، چې درملنې ته اړیتا لري.
سلامت عظیمي دغه ارقام په داسې حال کې خپروي، چې د دوی د پخوانیو شمېرو له مخې په ټول هېواد کې ۳ میلیونه کسان په نشو روږدي وو.
د ولسي جرګې نننې عمومي غونډې ته د عامې روغتیا او نشه یي توکو سره د مبارزې وزیران او د کورنیوچارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین هم استجواب شوي وو، خو یواځې د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمی په غونډه کې ګډون کړی و.





