صدیقي: د یوې میاشتې په موده کې مو ۸۰ سرتېري وژل شوي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې یوازې د سږ کال په مرغومي میاشت کې نږدې ۸پولیس سرتیري وژل شوي دي.

د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي د یوې خبري ناستي په ترڅ کې وویل، چې دغه شمیر پولیس سرتیري په پوځي عملیاتو او د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه وايي، چې په وژل شویو کې سیمه‌ییز پولیس هم شامل دي.

د هغه پر خبره، د کورنیو چارو وزارت د ځواکونو پیاوړتیا او د پولیسو په لیکو کې د سمون څو کړن‌لارې ترلاس لاندې نیولې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل، چې د پولیسو اړتیاوو ارزونې په موخه یې یو شمیر ولایتونو ته ۲۰ ډلې لیږلي دي.

د صدیقي پر وینا، د دې ډلو کار د کورنیو چارو وزیر مثبت ارزولی او ټاکل شوې دا ډلې ټولو ولایتونو ته واستول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام