د نیمروز ولایت د زرنج ښار لویه هدیره د شاخوا ۵۰۰۰ مړو کوربه سیمه ده، دغه هدیره څلور لارې لري؛ چې له کلي، ښار، هوايي ډګر او تر شا څخه خلک دې هدېرې ته ځي راځي.
په هدیره کې پاخه، نیمه پاخه او نړیدلي قبرونه له ورایه د انسان په ذهن کې ویروونکې کیسې را ويښوي.
د دې هدېرې لرغونتیا کابو ۲۰۰ کلونو ته رسیږي، د هدیرې چاپېره، د قبرونو په څنډو او له قبرونو په تاو شویو کلاګیو له پاسه د شین غزي ونې ولاړې دي، د نیمروز ۹۰ ورځنیو تیزو بادونو هدیرې ته بل شان رنک ورکړی دی.
د نیمروز سخته ګرمي، بادونو او د لویې هدیرې له زړو قبرونو تاو شیو دیوالو ته په نشو روږدې ناستې مېرمنو او ماشومانو په لیدو سره داسې ښکاري، چې دغه سیمه په ژوندونې د انسانانو هدیره ده.
د نیمروز ولایت سیمه ییز مسولین وايي، په دغه ولایت کې لسګونه زره مېرمنې په نشو روږدي دي.
د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست رییسه امينه حکیمي وايي، چې په نیمروز ولایت کې شاوخوا ۶۰ زره ماشومان، ښځې او نارينه په نشه یې توکو روږدې شوې دي.
مېرمن حکیمي سلام وطندار ته د (اګسټ په ۱۱مه) وویل، چې د نیمروز ولایت زرنج ښار ته څېرمه پر نشې روږدې مېرمنې د لویې هدیرې سیمې کې نشه یې توکي پېري او په همدغې سیمې کې په ګډه توګه نشه یې توکي څکوي.
نوموړې وویل، هغه کورنۍ چې له ایران نه راستنې شوې دي د کورنۍ غړي یې په نشه روږدي دي.
امينه وايي، چې داسې هم نه ده په نشي توکو د روږدو مېرمنو د کورنۍ غړي معتادان وي.
د نیمزو ولایت د ښځو چارو رییسه پر نشه يي توکو د ښځو د روږدې کېدو لامل ګاونډي هېواد ایران ته د کورنیو او ځوانانو مهاجرت بولي.
د دغه ریاست چارواکي وايي، چې د دې کار د مخنیوي او درملنې د پاره یې له یو شمېر موسسو او چارواکو سره خبرې کړي دي.
امينه حکیمي زیاتوي، چې دوی هڅه کوي، تر څو د ښځو له پاره د کار زمینه برابره کړي .
ددې په خبره، چې وزګارتیا یو بل هغه لامل دی، چې له کبله یې مېرمنونشه یي توکو ته مخه کړې ده.
امینه زیاتوي د کارموندنې په برخه کې د دوی لومړۍ هڅه به د ښځو له پاره د لاسي صنایعو د کار او د دې چارې د پرمختګ په برخه کې زمېنه برابرول وي.
د دې ریاست د مسولینو په باور که دغو مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر شي، نو له نشه يي توکو سره به مخه ښه وکړي.
په نشي توکو د روږدو مېرمنو د کورنۍ غړي معتادان وي.
په همدې حال کې د نیمروز ولایت د نشه يي توکو پروړواندې د مبارزې رییس همایون امیني سلام وطنداره ته وویل، چی په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانوشمېر ورځ تربلی د زیاتېدو په حال کې دی.
نوموړی وایي، چی د دوی د څېړنې له مخې شاوخوا ۴ زره ماشومان او ښځې په نشه يي توکو روږدي دي.
د ده پر خبره د اټکل له مخې ۱۰ زره کسان په نشو روږدي دي، چې د درملنې لپاره یې د ښځو په برخه کې ۵۰ بستریز روغتون جوړ کړی دی او ژر به د استفادې وړ شي.
همایون امیني وايي، چې د سړیو د درملنې له پاره ۳ کلینیکونه موجود دي، چې د روږدو کسانو درملنه په کې کیږي.
له بل لوري دیاد ریاست رییسه پر نشه د روږدو مېرمنو د درملنې په برخه کې وايي، چې دوی اوسمهال یو باب روغتون لري، چې په یو وخت کې یواځې د ۱۰ مېرمنو د درملنې ظرفیت لري .
د دې، پر خبره که دغه ظرفیت لوړ شي او په یو وخت کې تر ۵۰ پورې هغه مېرمنې چې په نشې روږدې وي، درمنله یې وشي ښايي، چې په دې ولایت کې پر نشې د روږدو مېرمنو شمېر را کم شي.
که څه هم په نیمروز ولایت کې کوکنار نه کرل کیږي، دغه ولایت ته نشه یي له نورو ولایتونو نه راوړل کیږي.
نیمروز د هېواد په سوېل کې پروت دی او ډېر خلک یې د کورني اقتصاد د بساینې لپاره ایران ته د کار لپاره ځي، چې له هاخوا بېرته په نشه روږدي راځي.





