یوشمیر افغان شنونکي وایي؛ د ولسمشر اشرف غني ګډون د المان په مونیخ غونډه کې به د افغانستان لپاره یو د لاس ته راوړنو ډک زیری وي.
دوی وایي په دې غونډه کې پر اکراین، منځني ختیځ، د ایران پراټومي بټیو خبرو اتروسربېره د سیمې او نړۍ پرامنیتي مسایلو خبرې کیږي.
د نړیوالو مسایلو شنونکي لطیف نظري سلام وطندار ته وویل؛ که ولسمشر اشرف غني په یاده غونډه کې د افغانستان په اړه امنیتي بحث په چټکه او روښانه توګه مطرح کړي ښايي د نړېوالو پام هم د ترهګرۍ پروړاندې کلکې مبارزې ترڅنګ د افغانستان امنیت ټيڼګښت ته واوړي.
« څرنګه چې ما مخکې وویل درې محورونه کولای شي چې د غونډې مرکزي ټکي اکراین، ایران او د داعش ګواښونه ؛چې منځني ختيځ ته مخ دی او افغانستان باید د دې غونډې څلورم محور وګرځي او د بیا ځل لپاره د نړیوالې ټولنې ژمنې او په افغانستان کې د سیاسي بهیر لیږد شاهد و اوسو.»
بل خوا د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو مرکز مشر عبدالغفور لیوال بیا وايي؛ یاد کنفرا نس د اجنډا اصلي برخه به پراکراین، ایران، منځنۍ اسیا، سوریې، فلسطين او عراق را څرخي، خو پر وینا یې د دې ستونزو هواري لپاره افغانستان د کلي حثیت لري.
لیوال وویل؛ په رښتنې ډول ترهګرې سره د مبارزې په موخه افغانستان پرګاونډيو نړیوال فشار راوړل او ترڅنګ یې دنړیوالو پام جلبول د ولسمشر غني له اساسي اجنډاو ګڼل کیږي.
غفور ليوال زياتوي؛ په تیرو کلنوکې نړېولې ټولنې افغانستان لپاره د سولې، ښه حکومتوالي، امنیتي ټيکاو، اقتصادي بنسټونو ټينګښت، ریښتنی کار نه دی کړی.
« د مونیخ په غونډه کې شاید دا ځل په دې برخه کې تمرکز وشي چې یوازې امنیتي برخه کې مرستې جذب شي څو نوی حکومت وکولای شي په سیمه او افغانستان کې مسایل چټک کړي دغه ټول مسایل د افغانستان او نړۍ له پاره اړين دي او هیله ده چې په دې غونډه کې چټک ګامونه پورته شي.»
بل سیاسي کارپوه محمد اسحاق اتمر وایې؛ د مونیخ په نړېواله ناسته کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې امنيتي انديښنې د اړوندو چارواکو له لوري وړاندې کيږي او هلته بيا د غونډې د ګډونوالو له لوري ورته د حل لارې لټول کيږي، چې افغانستان يې هم يوه برخه ده.
اتمرزیاتوي؛ نړېوال د ترهکرۍ پروړاندې د مرستو لپاره تل شرطونه وړاندې کوي، چې په دې برخه کې حکومت هم اړ دی، دهغو شرطونو د عملي کولو لپاره پوره چمتو والی و ښايي.
« اوس خبره داده چې که هغوی مرستې کوي د ترهګرۍ پروړاندې نومونږهم باید د مرستو له پاره ځواب ویونکي و اوسیږو.»
د مونیخ نړیواله امنیتي غونډه د ۱۹۶۲ زیږد یزکال د سړې جګړې وروسته پيل شوې، چې هرکال دايريږي او سږ کال یې ۵۱ مه غونډه ده .
دې غونډه کې د ۲۰ هېوادونو ولسمشران او د ۶۰هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون لري چې پکې دافغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني ، بهرنیو چاروزیر صلاح الدین رباني او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ګډون لري.





