.jpg)
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د روزګان ولایت په سیمهییزو او امنیتي مسوولانو نیوکه کوي چې په خاص روزګان کې د طالبانو او ځایي خلکو ترمنځ وسلهوالو نښتو کې بېغوري کوي.
نوموړي چې نن په کابل کې یوې خبري غونډې کې خبرې کولې وویل، یادې ولسوالۍ کې له خلکو د دولت نهملاتړ له کبله، لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه کورنۍ بېځایه شوي چې د اندېښنې وړ دي. دانش ټینګار کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه باید پهدې برخې کې اقدام وکړي.
په همدې حال کې د غزني ولایتي شوراغړی محمدنعیم توحیدي وايي، که څه هم اوسمهال جګړه سړه شوې، ولسي پاڅونوالو او د مالستان ولسوالۍ پولیسو د دې ولسوالۍ په ګاونډ کې د خاص روزګان یوشمېر کلي نیولي، خو طالبانو اوس هم د خاص روزګان په کلیو کې مورچې جوړې کړي او ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي.
.jpg)
بلخوا د غزني ولایتي شورا رییسه لطیفه اکبري وايي، تراوسه د خاص روزګان ۳۵۰ کورنۍ د غزني مالستان ولسوالۍ ته کډه شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
خو د مالستان ولسوال ضامنعلي پهدې اړه له څه ویلو ډډه کوي او وایي حکومت ورته د خبرو کولو اجازه ورکړې نهده.





