کابل کې لسګونو بې روزګارو له حکومته د کار غوښتنه وکړه

لسګونو بې روزګارو ځوانانو نه پښتون، نه تاجک، نه هزاره یو موږ ټول بې روزګاره یو په دغو شعارونو سره د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مخې ته راټول شوي وو.

دغو اعتراض کوونکو د یاد وزارت دروازه د مامورینو پر مخ وتړله.

دوی وايي، چې د بې روزګارۍ کچه ورځ تر بلې زیاتیږي او هر ورځ په زرګونه ځوانان په خورا سختیو سره اروپايي هېوادونو ته ځي او په سلګونو نور هم نشه یي توکو ته مخه کوي او یا په جرمونو اخته کیږي.

په دغه اعتراض کې سندرغاړي شکیب مصدق هم ګډون کړی و.

نوموړي د بې روزګارۍ سره د اعتراض په دود، د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو مسایلو په اړه اعتراضي سندرې وویلې.

مصدق په خپلو کلامونو کې وویل، چې دغه نا دودو نور خلک ستړي کړي دي.

ولسمشر اشرف غني هم وايي، چې په ژمي کې د بې روزګارۍ کچه لوړیږي او زیاتوي، تر راتلونکو څو اونیو پورې به د بې روزګارۍ ستونزو حل له پاره مشخص پروګرامونه جوړ کړي.

غني ټینګار کوي، چې له هېواده د ځوانانو تلل د بشري ځواک ضایعه ده.

د بې روزګارۍ پر ضد خوځښت یوه میاشت کیږي، چې د ملي شورا شمالي دروازې ته یې د تحصن خېمه درولې ده او د دغې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

دوی نن د (نومبر په ۱مۍ نېټه) د پرېکړه لیک په صادرولو سره وویل، چې په وزارتونو او نورو ادارو کې دې د تقاعد ته سوق شوي مامورینو ته دې تقاعد ورکړي او ځوانان دې په کارونو وګوماري.

په ورته وخت کې د کار، ټولنیز چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې نسرین اوریا خېل وايي، چې د بې روزګارۍ ستونزې حل له پاره پر عملي اقداماتو کار کوي او ډېر ژر به زرګونه کارګر ځوانان عربستان ته ولیږي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د شمېرو له مخې سږکال شاوخوا ۱۲۰ زره ځوانان اروپايي هېوادونو ته د بې روزګارۍ له امله تللي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام