دغه غونډه چې د ملي اجماع تر نامه لاندې د کندز ولایتي چارواکو، د ولایتي شوراغړو، مخورو سپین ږیرو او جهادي قومندانانو له لوري جوړه شوې وه، د کندز ولایت د امنیت او د قومونو تر مینځ د لا ښه یووالي په اړه خبرې وشوې.
د کندز والي محمد عمر صافي غوڼدې ته وویل، چې حکومت پرته د خلکو له همکارۍ نه شي کولی، چې پر ستونزو برلاسی شي، ځکه خو اړینه ده، چې خلک له دولت سره همکار شي.
د کندز والي زیاته کړه، چې زیاتې پرمختیايي پروژې له دې امله له پلي کېدا پاتې دي، چې امنیتي حالات ښه نه دي. ده د غونډې پر برخوالو غږ وکړ، چې د دولت ملاتړي شي او امنیتي حالات په لا ښه کېدلو کې ورسره مرسته او له او پروژو څارنه وکړي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړې ډاکټرې فاطمې عزیز هم د ولایت له اوسېدونکیو څخه غوښتنه وکړه، چې په هره برخه کې خپلې ملي ګټې په پام کې ونیسي او ورانکاري دې ته پرېنږدي، چې امنیتي حالات تر دې هم بتر شي.
یو تن قومي سپین ږيري د ځان په ګډون د ټولو کندوزیانو مسولیت وګاڼه، چې د امنیتي وضیعت په ښه کېدلو او د ورانکاریو په مخنیوي کې ونډه واخلي.
قومي سپین ږيري او د سولې د عالي کمېټې مشر اسدالله عمرخېل له خلکو وغوښتل، چې په خپلو منځو کې په رښتیني توګه اتحاد وکړي او روانو بدمرغیو ته د پای ټکی کېږدي.
د غونډې په پای کې له سپین ږیرو او قومي مخورو څخه کاري ګروپونه جوړل شول.
کندوز ولایت له تېرو څو کلونو راهیسې له سترو امنیتي ننګونو سره مخ دی، خو دغه نا امني په دې وروستیو کې د ولسي وګړو اندېښنې زیاتې کړي دي او وخت ناوخت په کې د وسله والو مخالفینو له خوا د ځېنو سیمو د نیولو خبر هم ورکول کېږي.
د ا فغانستان تاريخ ته په کتلو سره، له پېړيو پېړيو راهيسې تر دې وروستيو کلونو پورې د هېواد په کچه د لويو او وړو ستونزو په حل کې قومي مخورو رول لوبولى او جرگې د سترو سياسي مسلو په برخه کې خپل نوم او نښان پرېښی دی.
په وروستيو کلونو کې د جرگې رول او جرگه مارو اغېز په نړيواله کچه منل شوى او اوس يو ځل بيا د افغانستان د امنيت په څير د سترو سياسي لانجو په حل کې جرگو او قومي مشرانو ته مخ وراوښتى دی.
په اوسني عصر کې دولت اوس سياستوال غواړي، چې د کليو، ولسواليو او ولايتونو په کچه هم د سياسي شخړو په حل کې د قومي مشرانو مرسته وکاروي او يا لږ تر لږه د دوى مشورو ته غوږ ونيسي .
خو په دې وروستيو كلونو كې ورته پام نه دى شوى او بېلابېلو جنګي ډلو په خپله خوښه پرېكړي كړي، جرګې او مركې يې هېرې كړې دي.




