افغانو نجونو د پښتو قاموس په ګډون د مبایل ۲۰ نوي “اپلېکېشنونه” جوړ کړي

افغانې نجونې په افغانستان د ټکنالوژي په برخه د ځينو بنسټونو او موسسو په مرسته وکولې شول، چې د پښتو انلاین قاموس په ګډون د مبایل ۲۰ بېلابېل "اپلېکېشنونه" جوړ کړي.

اپلېکېشن هغه ته وايي، چې د ځينو ټکنالوژي پوهانو په واسطه په اسانه توګه د یو مشخص هدف لاس ته راوړلو په موخه د کمپيوټر په ځانګړي ډول د مبایل کارونکو له خوا جوړيږي، چې زیات خلک ترې په ځېرکو ټېليفونو کې کار اخلي.

د یوي موسسې په واسطه د ۲ میاشتو له روزلو وروسته افغانې نجونې په دې توانيدلي، چې د مبایل ۲۰ اپلېکېشنونه جوړ کړي.

د ظرفیت جوړونې په موخه د روزنې دغه لنډمهاله پروژه، چې "اپ، ډیلوپمینټ ټریننګ" نوميده د تېر جولای ۷ څخه تر  ډسمبر ۱۵ پورې يې دوام وکړ.

د يادولو ده، چې یونسکو او"تیک نیشن" يې د مالي مرسته کوونکو له ډلې شمېرل کيږي.

دغه پروژه په افغانستان کې د ټکنالوژي په ځانګړي ډول د مبایل اپلېکېشنونو په برخه کې د ښځو د وړتيا لوړولو په هدف پلان شوی وو.

په ياد پروګرام کې هغو نجونو ته لومړيتوب ورکړی شوی وو، چې د کمپیوټر ساینس له پوهنځي تازه فارغې شوې وې.

سلام وطندار ته د رالېږل شوې خبرپاڼې له مخې دغه پروژه به د افغانانو ميرمنو له پاره د کمپیوټر په برخه کې د مهارتونو د لوړولو، دندو موندلو او نورو برخو کې مرستې وکړي.

د دغو اپلېکېشنونو (اپسونو) نومونه په لاندې ډول دي.

1. AfghanCraft

2. Afghan Kutub

3. Asan Reservation

4. AfghanTaxi

5. Asan Jobs

6. DueDate

7. FIHOSP

8. Hujj Rahnuma

9. Afghan Online Shop

10. Khana

11. iFarmer

12. MyDeal

13. Restaurant Finder (RestoYab)

14. Roghtia

15. Pashto Lexicon

16. Zafran

17. ChallengeMe

18. RateRank

19. ElectricBill

20. Offline Cancour

افغان کرفټ، اپلېکېشن به په نړۍ کې د افغاني لاسي صنایعو په اخیستلو کې د متقاضیانو سره مرسته وکړي.

همدارنګه بل يې "افغان کتوب" په نوم دی، چې په نړۍ کې به له دې وروسته افغاني کتابونه په انلاین بڼه د انټرنيت له لارې خرڅ کړي.

په دغو اپلېکېشنونو کې يو بل يې هم د "ډيو ډیټ" په نوم دی، چې د تاریخ تېره غذايي موادو د تاریخ معلومولو په برخه کې به له افغانانو سره مرسته وکړي.

په یادو اپلېکېشنونو کې یو بل هم د "روغتیا" په نوم دی، چې افغانانو سره به د روغتيايي خدمتونو په برخه کې په انلاین بڼه مثبت رول ولوبوي.

همدارنګه د "پښتو قاموس" اپلیکیشن په واسطه به د پښتو ژبې په برخه کې د ځينو لغتونو او اصطلاح ګانو د روښانولو له پاره په انلاین کاري اسانتياوې برابرې کړي.

 او "زعفران" په نوم اپلېکېشنونه به يې د افغانستان د زعفرانو په اړه نړېوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام