غني: لومړی باید له پاکستان سره سوله وشي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې حکومت يې لومړی نه غواړي د وسله والو مخالفينو سره سوله وکړي، ځکه د نوموړ په وينا دی د دوه ډوله سولې په لټه کې دی، چې لومړی يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله او وروسته بیا د افغان دولت او د وسله والو مخالفینو ترمنځ سوله.

غني پورته وينا تېره ورځ (۲۰۱۵ زېږدیز/ مې ۲۱) په ارګ کې د افغانستان له پاره د تماس د نړېوالې ډلې دوره یي ناستې ته  وکړه.

په دې ناسته کې، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په نوښت جوړه شوې وه د افغانستان جګپوړي دولتي غړي، د مرسته کوونکو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازو حضور درلود.

د ارګ له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې  راغلي، جمهور رییس اشرف غني په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د هلو ځلو او د دوستو هېوادونو د مرستوڅخه مننه وکړه.

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې د ترهګرۍ مایت بدل شوی دی او "موږ له ترهګري سره د یوې سیستماتیکې پدیدې په توګه مخ یوو، دا پدیده  تر پخوا وژونکې، منظمه او د ډېرو سرچینو لرونکې ده" چې په وينا يې افغانان باید له هغې سره د مقابلې له پاره ګډ درک ولري.

ارګ کاږي چې جمهور رییس وویل، ترهګري ښه او بد نه لري او دا پدیده په خپل ذات کې ناوړه ده.

افغان ولسمشر له جرمي اقتصاد سره د مقابلې د څرنګوالي په هکله، چې د ترهګري د ودې او د  دولتونو د بې ثباتي لامل کېږي هم خبرې وکړې.

ولسمشر اشرف غني وویل، د افغانستان له پاره د افغانانو لید لوری دادی، چې دا هېواد د مرستو بستر دی.

او د ترهګرۍ سره د افغان ځواکونو روان جنګ د ټولو په نمایندګي دی.

هغه وايي، دا یوازې د افغانانو جنګ نه دی، بلکې په وينا يې افغان ځواکونه اوسمهال په هغه جنګ اخته دي، چې د راتلونکو نسلونو په استازیتوب او همدارنګه د سیمې او نړۍ د ثبات له پاره کېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ليکي، چې جمهور رییس د افغانستان د بهرني سیاست پنځو حلقو ته په اشارې او دا چې زموږ ځینې ننګونې سیمه ییزې دي وویل، د ترهګري پدیده نن ورځ چین، هند، روسیه، ایران او د سیمې ټول هېوادونه ګواښي او ټول باید په ګډه د هغې پر ضد مبارزه وکړو.

ولسمشر په سیمه ییزه همکاري، په ځانګړي ډول سوداګریزه همکاري ټینګار وکړ او وې ویل، د افغانانو نېکمرغي او سوکالي په سوداګریزو اړیکو اړه لري او سوداګري تلپاتې سوکالي منځته راوړي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان نور په وچه پورې محدود هېواد نه دی، بلکې د سیمې په څلور لار او پل د بدلېدو په حال کې دی.

ولسمشر غني وویل، افغانستان د همکاریو بستر دی او موږ چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې زموږ د لیرې او نږدې ګاونډیانو پر ضد ګټه واخلي.

جمهور رئیس په هېواد کې د سولې او ثبات په تامین ټینګار وکړ او وې ویل، څوک چې سوله غواړي، نو په خلاصه غېږ یې منو او څوک چې جنګ غواړي، نو له هغوی سره مقابله کوو.

جمهور رئیس وویل، جنګ ته به په جنګ ځواب ورکړو. موږ جنګ نه غواړو، جنګ په موږ تحمیل شوی دی او موږ په دې جنګ کې برلاسي یوو.

د افغانستان جمهور رییس وویل، د تروریستانو پټنځایونه او د هغوی مادي ملاتړ باید ترې واخیستل شي.

محمد اشرف غني، ښې حکومتوالۍ ته په اشارې سره وویل، راتلونکې  اونۍ د کابینې د لومړنیو سلو ورځو پلان تطبیقېږي او هر وزیر به یو ساعت خلکو ته د خپلو لومړنیو سلو ورځو د پلان په اړه خبرې کوي، چې له دې سره ښایي د حساب ورکولو یو کلک چوکاټ رامنځته شي.

ولسمشر په پای کې په عدلي او قضایي سکټور کې فساد یوه لویه کمزوري وګڼله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام