
هلمند ته د ولسمشر له لوري د جګړې اوپراتيفي مشر او د دفاع وزارت مرستيال تورن جنرال عبدالجبارقهرمان سلام وطندارسره د مرکې پرمهال وويل، چې د قومي مشرانو او خلکو په مرسته يې په دې ولايت کې له تيرو څو ورځو راهيسې هڅه وکړه، چې د وسله والو طالبانو له ليکو نه يوه پراخه برخه رابيله کړي او سوله ورسره وکړي.
د هغه په خبره دغو وسله والو ویلي، چې "جګړه د حل لاره نه ده".
ده د طالبانو د تسلميدو او سولې ته د راګرځېدونکو وسله والو کره شمېره نه ده څرګنډه کړې.
د ویلو ده، چې له دې وړاندې د هلمند د نوزاد او سنګین ولسواليو د سقوط راپورونه هم را رسېدلي وو.
په پام کې وه، چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا پراخ پوځي عمليات ترسره شي.

هغه وايي، اوسمهال افغان امنيتي ځواکونه په هلمند کې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته رسېدلي دي او په ډېرو سيمو کې يې د وسله والو طالبانو بريدونه هم شنډ کړي دي.
د دفاع وزارت مرستیال دا هم وویل، چې په د هلمند په یو شمېرو سيمو کې يې عمليات پېل کړي هم دي او افغان امنيتي ځواکونه ځينې لاسته راوړنې هم لري.
خوبل لوري ته بيا ددې ولايت اوسيدونکي وايي، چې جګړه نش،ته خو په سيمو کې طالب وسله وال لاتراوسه پرخپل ځای پاتې دي.
نويد احمد او زمري د هلمند ولايت د ګريشک او ناوې ولسواليو اوسيدونکي دي؛ دوی وايي، هيله لري هغه سيمې چېه وسلوالوطالبانو نيولي اوس د افغان ځواکونولاس ته بيرته ولويزي
د دوی په خبره، چې په يو شمیر سيموکي لااوس هم تهديدونه شته.
ددوي په وينا افغان ځواکونه دې ژرتر زره سيمي ونيسي او امنيت دې کابو کړي.
د ویلو ده، هلمند کې له شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې جګړې زور اخیستی چې درنه مرګ ژوبله یې هم پرځای پرې ایښې ده.





