۱۳۹۴ کال د ښځو له پاره له تاوتریخوالي ډک کال و

د افغان ښځو شبکې مشرې حسینې صافۍ نن یکشنبه (فبروري ۱۴مه) په کابل کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ضد یو بیلیوني نړیوال پاڅون په مناسبت د ( فرخندې له پاره عدالت د ټولو له پاره عدالت دی) تر نوم لاندې غونډې ته وویل، چې په تیرو ۱۴ کلونو کې ۱۳۹۴ م ز کال د امنیت او تاوتریخوالي له پلوه د ښځو له پاره له زورزیاتیو ډک کال و.

صافۍ زیاته کړه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد یو بیلیوني پاڅون غونډه يي هم سږ کال د فرخندې پیښي ته ځانګړي کړي وه او د فرخندې د عدالت غوښتنې بهیر د دوی له پاره د قناعت وړ نه دی.

دغه راز د ښځو چارو وزیرې د لبر نظري هم د فرخندې له پاره د عدالت غوښتنه د هغې د پلویانو له پاره د قناعت وړ نه بولي او وايي، چې له څیړنو وروسته د دغې پيښي علت تر اوسه پورې نه دی په ډاګه شوی.

د افغان ښځو شبکې یو پریکړه لیک هم صادر کړ، چې په کې راغلي د ملي یووالي حکومت مشران په جدي حالاتو کې د بیانیو نشرول د پېښو مخنیوي ته بسنه نه کوي او داسې ژمنې، چې برخلیک يې له هیریدو نه پرته نورڅه نه دي.

د افغان ښځو شبکې په صادر کړي پریکړه لیک کې یو شمیر غوښتنې هم درلودلې، چې د فرخندې او د تاوتریخوالي نورو قضیو ته په جدي او قانوني توګه رسیدنه کول، عدالت ته د ښځو لاسرسی، د ښځو تاوتریخوالو قضیو څیړلو له پاره  د درې ګونو قواو تر څنګ یو مشخص میکانیزم رامنځته کول، د ښځو د تاوتریخوالي څیړلو ځانګري محکمې غوښتنه او د تاوتریخوالي عاملین محکمه کول او نور په کې شامل وې.

 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام