
د "ودې روزنیز او مشورتي" بنسټ نن (سه شنبه) د مېرمنو ځورولو مخنیوي مقررې پلي کېدو او سمون اجرایي میکانیزم" تر سرلیک لاندې جوړ شوي ګردي میز ګډونوالو دغه مطلب څرګند کړ.
په دغه ګردي میز کې د ښځو چارو وزارت، ولسي جرګې، سترې محکمې، د بشري حقونوخپلواک کمېسیون، حقوقي بنسټونو او ځېنو نړیوالو موسسو یو شمېر استازو ګډون کړی وو.
د ګردي میز ګډونوالو د یادې مقررې د پلي کېدو څرنګوالی، په هغه کې شته ستونزې او تشې وڅېړلې.
د "ودې روزنیز او مشورتي" بنسټ اجرایوي مشرې شبنم سیمیا په کاري چاپېریال کې د مېرمنو ځورول د ناوړه ښکارندې په توګه یاده او ویې ویل، چې دا ښکارنده د ټولنې پر ټولو برخو کې د پراختیا په حال کې ده.
مېرمن سیمیا د دې مقررې تصویب په ادارو، بنسټونو او د مېرمنو عمومي فعالیت په ځایونو کې د ښځو له کاره د ملاټر لاسته راوړنه ګڼې او د مېرمنو د ځورولو د مخنیوي مقررې پلي کېدل په ټولنه کې د مېرمنو فعالې ونډه لامل بولي.
نوموړې زیاته کړه، چې په شمال کې زون کې ۶۶ سلنه دولتي کارکوونکو تایید کړې، چې ځورول شته.
د دوی د معلوماتو له مخې ۹۰ سلنه مدني بنسټونو ویلي، چې د ښځو ځورول اوس هم شته.

مېرمن سیمیا وايي، چې دغه څېړنیز بنسټ په غور، دایکندي، بامیانو، کابل او میدان وردګو ولایتونو کې څېړنې کړي دي او د دې څېړنې موندنې ښي، چې ۲۰ سلنه ښځینه کارکوونکو د ځورولو له امله خپلې دندې پرې ایښي او هیڅ کوم بنسټ یې ملاټر نه دی کړی.
په همدې حال کې د قاضیانو ټولنې مشرې انیسې رسولي په ګردي میز کې په ټینګار سره وویل، چې که مقرره پلې شي په ټولنه کې د ښځو وضعیت ښه او په ټولنیزو چارو کې د ښځو ونډې پراختیا سبب کېږي.
په ټولنه کې د مېرمنو ځورولو پېښو ته په کتو سره د ښځو ځورولو مخنیوي مقرره دوه کاله مخکې د ښځو چارو وزارت په څلورو څپرکیو او ۱۴ مادو کې چمتو او د وږي پر ۱۴ مه نېټه د افغانستان کابینې تصویب کړې وه.





