
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه د کندهار ښار د ۱۵مې حوزې اړوند په «حاجيعرب» سیمه کې د دوو پولیسو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته وسلهواله نښته شوېده.
د سرچینې پر وینا، پهدې وسلهواله نښته کې ۶ پولیس وژل شوي او ۵ ټپیان شويدي.
نښته کې هغه پولیس هم وژل شوي، چي لفظي شخړه يې کړېوه.
تر دا مهاله په رسمي ډول د کندهار امنیتي او اداري چارواکیو پهدې تړاو څه نهدي ویلي.
دې نښتې خلک اندېښمن کړي او وايي، پولیس باید د خلکو ساتنه وکړي؛ نه دا چې پهخپلو کي د یو بل د وژنې تر څنګ نورو ته هم زیان واړوي.





