په لغمان کې د سړو خونو شتون، خو بې ګټې

د لغمان ولایت د سبزیجاتو او تازه مېوو سوداګر وایي؛ سره له دې، چې په دغه ولایت کې سړې خونې شته، خو د دولت د نه پاملرنې له امله بې کاره پرتې دي.

 ډیری افغان سوداګر په خپلو سوداګريزو سيمو او ولایتونو کې د سړو خونو له نشتوالي سر ټکوي او وايې د سړو خونو د نشتوالي له امله دوی ته هر کال سخت مالي زيانونه اوړي؛ خو دا ځل د افغانستان په ختيځ ولایت لغمان کې برعکس سوداګر د سړو خونو د شتون سره سره بیا هم شکايت لري او وايي، چې دغه سړې خونې له کاره لويدلي او د سوداګرۍ چارې يې په یاد ولایت کې ټکنۍ کړې دي.

سوداګر زياتوي؛ د دې پرځای، چې سړې خونې د لغمان ولایت د مېوو او سبزيجاتو سوداګرو ته وسپارل شي، نورو کسانو ته په کرایو ورکړل شوي.

د لغمان ولایت د سبزي مارکېټ د اتحاديې مشر وايې؛ د دغو سړو خونو کرایه یو سل او دیرش زره افغانۍ ده او دغه مقدار پېسې يې له وسه پوره نه دي. 

« مونږ څو وارې مقاماتو سره ناسته کړې رییس صیب د زراعت سره، نو هغوی مونږ ته وویلې؛ که چېرې تاسو امکانات لرئ، نو دا سړې خونې تاسو ته په کرایه درکوو، که چېرې تاسو یو لکو دیرش زره کرایه ورکولی شئ تاسو ته یې درکوو.»

لغماني سوداګرو په وينا؛ دوی د سړو خونو د کرایو توان نه لري، نو ځکه دولت یې باید په وړیا توګه د سوداګرو په واک کې ورکړي.  

بل خوا د لغمان د سوداګریزو خونو چارواکي د سوداګرو يادې ستونزې مني او ژمنه کوي، چې ډیر ژر به په دې اړه له لوړپوړو دولتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د لغمان ولایت د سوداګرۍ خونې مسول حاجي محمد شریف سلام وطندار ته وویل: « دې ستونزې ته به د کرنې ریيس او د ولایت مقام سره په ګډ تفاهم د حل یوه لاره پېدا کوو.»

له بل لوري د لغمان ولایت د کرنې رییس انجینر اسماعیل دولت زی بیا په دې برخه کې د سوداګرو نېوکې ردوي او زیاتوي، چې د سړو خونو په نه فعالیت کې ستونزه د دوی بې غوري نه، بلکې د برښنا نشتوالی دی.

دولتزي زیاته کړه: اوس، چې لغمان ته دولتي برښنا راغلې، نو ډېر ژر به د سړو خونو ستونزه هم حل شي.

دولتزی وړاندې وايي«د قوانینو له مخې په اجاره ورکول کیږي او اجاره دار بیا د مشروع ګټو تر نظر لاندې نیولو سره نورو تاجرانو ته ټکس وضعه کوي او دا یې قانوني لاره ده.»

د کرنې رییس زياته کړه؛ په لغمان ولایت کې د سوداګرو له پاره به داسانتياو برابرولو کې  له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

د دغو ستونزو سره سره بیا هم د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو بازار نه دی سوړ شوی او هر کال يې د اړوندو چارواکو له لوري د صادراتو د زياتوالي خبر ورکول کیږي.

تېر ۲۰۱۴ کال اګست میاشت کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت راتلونکي کال له پاره مثبت اټکل کړی او ويلي يې دي، چې د ستونزو سره سره به بیا هم په ۲۰۱۵ کال کې بهرته د تازه مېوو په صادراتو کې د پام وړ ډېروالى راشي.

د هېواد د سوداگرۍ چارو وزارت چارواکي د دې زياتوالي لامل په دې برخه کې له متحده عربي اماراتو، هند او يو شمير نورو هېوادونو سره شوې سوداگريزې موافقې بولي.

په طبعي ډول د خټکيو، انګورو، هندواڼو، انارو، زردالو، شفتالو او نورو تازه مېوو د توليد له اړخه افغانستان د سيمې په کچه  يو بې سارى هېواد بلل کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام