پلازمېنه کې د ناامنیو ډېروالي له کبله د کابل امنیه قوماندان ګوښه شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، په کابل کې د ناامنیو ډېروالي له کبله د دغه ولایت امنیه قوماندان له دندې ګوښه شوی دی.

کابل ښار په دې وروستیو کې د چاودنو، راکېټي بریدونو او جنايي جرمونو د ډېروالي شاهد دی.

امان‌الله واحدي د روان کال په وري میاشت کې د کابل د امنیې قوماندان په توګه وټاکل شو.

کابل ښار د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د ۱۰۱مې کلیزې د نمانځنې پر مهال د ۱۴ راکېټي بریدونو شاهد و.

دغه راکېټونه د کابل د لومړۍ، دویمې، لسمې، نهمې او شپاړسمې امنیتې حوزو پر بېلابېلو برخو ولګېدل چې له کبله یې ۳ کسان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

کورنیو چارو وزارت دغه راز د کابل ښار د شپاړسمې او اووه‌لسمې امنیتي حوزو آمران له ۱۶ نورو منسوبینو سره د خپلواکۍ په ورځ د وظیفوي غفلت په تور له دندو ګوښه کړل.

دغه راز پرون په پنځمه، اوومه او پنځلسمه حوزه کې د څلورو چسپکي ماینونو په چاودنه کې یو کس ووژل شو او ۶ نور ټپیان شول.

ولسمشر غني تېره اوونۍ د کال د امنیتي ادارو له مسوولانو سره په یوه غونډه کې د امنیتي حوزو په مدیریتي کچه کې د ژرترژره بدلونونو غوښتنه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام