له جګړې وروسته د کندوز په اړه د خلکو کیسې

سره له دې، چې د کندوز ښار له بشپړ نیولو یوه اونۍ تېریږي، لا هم کندوز ښار نظامي بڼه لري او د تیارسئ حالت په کې حاکم دی.

د کندوز ښاریان په ورخطا او ناډاډمنه حالت کې ژوند کوي، دوی د ښار امنیت، اقتصادي حالت او ښاري ټیګاو ته هیله مند نه دي.

د ښار په ټولو سیمو کې تګ راتګ شته، خو یوه سراسري چوپتیا خوره ده.

د کندوز ښار چوک هغه سیمه ده، چې د وسله والو طالبانو د نښتې په بهیر کې د سختو نښتو شاهد و.

د لته نهه لوي پلورن ځایونه ویجاړ شوي دي، د کندوز چوک په سیمه کې یو تن پلورنکی چې احمد ولي نومیږي او هټۍ یې سوځېدلې ده سلام وطندار ته وویل،

هغه مهال، چې دغه ښار ته د جګړې اور را دننه شو، خلکو خپل مالونه پر ځای پرېښودل او ځانونه یې خلاص کړل.

د احمد ولي پر خبره، د کندوز ښار کوچنیو هټيو هم شاوخوا ۵۰ زره ډالره پانګه لرله او اوس یواځې د هټیو د غولي خاورې پاتې شوي دي.

ورانیو په ټول ښار خپل سیوری غوړولی دی.

د کندوز ښار یو بل اوسېدونکي عبدالحق وايي، چې په دغې نښته کې د دغه ښار اوسېدونکو نه یواځې ځاني زیان لیدلی، بلکې مالي زیانونه هم ورته رسېدلي دي.

۱۵ ورځو نښتو د خلکو شتمنۍ وسوځولې او د ښار مېشتو په باور ولسي خلک هیله لري، چې له یوې خوایې د ښار امنیت خوندي شي او له بل لوري ورته دولت د ښار په بیا رغولو کې مرسته وکړي.

ښار مېشتي تر ټولو زیاته د طالبانو له بیا ځلي راتګ څخه اندېښنه لري.

له همدې امله د کندوز ښار مېشتي له حکومت څخه غواړي، چې د دغه ولایت ټولې لرې پرتې سیمې د وسله والو طالبانو له موجودیت څخه پاکې کړي.

اوسمهال په کندوز ښار په هره څلور لاره کې افغان امنیتي ځواکونه په دندو ګومارل شوي دي او د تیارسئ په حالت کې دي.

له بل لوري له ښاره کډه شوي هم په کراره ـ  کراره خپلو مېنو ته راستنیږي.

دوی هیله مندي، چې هر څه د تېر په څېر عادي حالت ته راوګرځي.

د کندوز ښار د امنیې قومندان محمد قسیم جنګلباغ وايي، چې د ښار امنیتي حالت د ډاډ وړ دی او ټول بې ځایه شوي کورنه دې خپلو سیمو ته راستانه شي.

د کندوز ښار له پاکوالي څو ورځې تېریږي، خو دولتي ادارو په پوره ډول په چارو پیل نه دی کړی.

د دغه ولایت ځای ناستي والي حمدالله دانشي د تېرې ورځې په لومړنۍ اداري ناسته کې له ټولو دولتي ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل دفترونه فعاله کړي.

کندوز ښار د تلې میاشتې په ۶مه نېټه د وسله والو طالبانو د برید په پایله کې سقوط وکړ او له څوو ورځو وروسته د امنیتي ځواکونو د پراخو عملیاتو په ترڅ کې دغه ښار د درنې جګړې ډګر شو.

له درنې نښتې وروسته ښار د امنیتي ځواکونو لاسته ورغی، د امنیتي مسولینو د خبرو پر بنسټ په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام