.jpg)
د بغلان یوشمېر اوسېدونکي وايي، طالبان د دې ولایت پنځو ولسوالیو کې تر دوو سوو زیاتو کورنیو نه عشر او زکات ټولوي.
د دوی په وینا، د امنیتي ځواکونو بېپروايي او کمزوري لامل شوې چې طالبان یوشمېر سیمې ونیسي او له اوسېدونکیو نه یې د عشر او زکات ترڅنګ، د برېښنا د بل پیسې هم ټولې کړي. بغلانیان زیاتوي، طالبان په همدغو پیسو وسلې او تجهیزات پېري.
په همدې حال کې د بغلان ولایت برکه ولسوالۍ ولسوال مولوي شمسالدین له سلاموطندار سره په خبرو کې وايي، طالبان د عشر او زکات ترڅنګ، د دې ولسوالۍ له اوسېدونکیو د چندې په نوم له ۵ زرو تر ۱۰ زرو پورې نغدې پیسې هم اخلي.
بلخوا د بغلان امنیې قومندان اکرامالدین سرېع که څه هم مني چې طالبان په هغو سیمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي، له خلکو عشر او زکات ټولوي، خو وايي، ډېر ژر به یې پروړاندې پوځي عملیات پیل کړي.
.jpg)
د راپورونو له مخې طالبان د بغلان ولایت له دهنهغوري ولسوالۍ له ټولو سیمو، د برکه، تالاوبرفک او مرکزي بغلان ولسوالیو له ځینو برخو او د پلخمريښار له څو کلیو عشر او زکات راټولوي.





