بغلان؛ پر امنیه قومانداني برید کې ۶ کسان وژل شوي او نږدې ۵۰ ټپیان دي

یو شمېر بریدګرو نن غرمه د بغلان ولایت امنیې قومانداني ته څېرمه له چاودېدونکیو توکیو نه د ډک موټر تر چاودلو وروسته د یادې قوماندانۍ ته ور ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره پر جګړه اخته شول.

په بغلان کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي سلام‌وطندار ته وویل چې اوس هم دوه بریدګر د قوماندانۍ په دننه کې له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.

په همدې حال کې د بغلان د کومانډو ځواکونو قوماندان تقصیر اندرابي وايي، وسله‌والو بریدګرو له ۱۰ ډېر نظامي او ملکي کسان یرغمل نیولي او اوس هم د قومانداني په دننه کې سخته جګړه روانه ده.

د بغلان د عامې روغتیا مرستیال عبدالعلیم غفاري وايي، تراوسه د ۶ کسانو جسدونه او ۴۶ ټپیان چې ملکي او نظامي کسان دي، روغتون ته ور وړل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې ډېر ټپیان نظامیان دي او د بغلان د امنیې قومانداني اداري مرستیال هم د ټپیانو په دله کې شامل دی.

بله‌خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، امنیتي ځواکونو تراوسه دوه بریدګر له پښو غورځولي او یو شمېر نور یې هم کلابند کړي دي.

تراوسه د بریدګرو د شمېر په اړه کره مالومات نه‌شته. وسله‌والو طالبانو هم د یاد برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام