په موسی قلعه کې ۱۷ پولیس وژل شوي

د افغانستان هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال ۱۷ پوليس وژل شوي دي.

پېښه د يادې ولسوالۍ د تخته پل او کنجک په سیمه کې تېره شپه هغه مهال شوې، چې کله وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې برید وکړ.

په دغه پوسته کې ۲۰ پولیس اوسېدل او له یو کیلو مټر په فاصلې نه لېرې پرې بیدونه شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک پېښه تاییدوي او وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ د تخته پل په سیمه کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی، چې پولیسو ته په درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواک وایي، په پېښه کې یو شمېر پولیس وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغه نښته کې طالب وسله والو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواک زياتوي، چې پولیسو ته د دوی د بې غوريو له لاسه تلفات اووښتي دي.

اخوا د همدغه ولایت د امنيې قومندانۍ یوې سرچينې ويلي، چې په موسی قلعه ولسوالۍ کې د دوی ۱۷ پولیس وژل شوي او دوه نور یې ژوبل دي.

دغه امنیتي سرچینه وایي، چې په یاده ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال شاوخوا۴۰ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي. 

 

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته په یوه لیږل شوي پېغام کې لیکلي، چې دوی په موسی قلعه ولسوالۍ کې شاوخوا۲۵  تنه پولیس وژلي او ۲۲ میله وسلې یې هم له ځانه سره وړي دي.

احمدی طالبانو ته اوښتي تلفات ردوي او وایي، چې دا امنیتي ماموریت د باغران ولسوالۍ امنیه قومندانۍ پورې مربوط وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام