
د سیاسي چارو ځينې کارپوهان وايي، چې په دې وروستیو کې د امریکې او روسيې هېوادونو سیاسي او پوځي تمرینونه زیات شوي او دوی د اندېښنې په څرګندولو سره زیاتوي، چې دا شان وضعیت د افغانستان په ګټه نهشي تمامېدای.
په وروستیو ورځو کې مسکو او واشنګتن په غیر مستقیمه توګه په افغانستان کې سیاسي او پوځي مانورونه پېل کړي.
داسې راپورونه خپاره شوي، چې روسیه په یو ډول په افغانستان کې له طالبانو ملاټر کوي او امریکې هم اعلان کړی، چې خپل ۳۰۰ سمندري ځواکونه له طالبانو په خلاف د مبارزې لهپاره هلمند ته استوي.
یو شمیر سیاسي شنونکي باوري دي، چې د امریکې او روسیې ترمنځ اختلاف د افغانستان په ګټه نهدی او روسان په ښکاره توګه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، ترڅو په افغانستان کې د جګړې بلې لمبې مړې نهشي او د ترهګریزو ډلو فعالیت د دوی ترولکې لاندې پولو ته لار پېدا نهکړي.
د سیاسي چارو شنونکي کابل خان تدبیر سلام وطندارته وویل، روسیه په هغو هیوادونو کې د ځواک ښودنې په لټه کې ده، چې پخوا د شوروي په تصرف کې وو.
د تدبیر پروینا، هغو هیوادونو چې مخکې تر دې د افغانستان لهپاره له غربه امتیاز اخیسته اوس له طالبانو ملاټر سره له چین او روسیې د ګتو په لټه کې دي.
نوموړي وویل، چې د سترو ځواکونو اختلافات تل له افغانستان قرباني اخیستې.

د سیاسي چارو بل شنونکی عاشق الله یعقوب باوري دی، چې روسیه او امریکا د نړۍ په هره برخه کې زور ښوونه کوي او د یو بل پر ضد دریځ ښکاره کوي.
یعقوب وايي، چې افغانستان د ناچارۍ له امله د سترو قدرتونو لوبې کې ښکیل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه: "دا د افغانانو انتخاب نه و البته د افغانستان مشران کولی شي او کولی يي شوای چې له دې لوبې په خپلې ګټې کار واخلي، خو دا چې دا لوبه ودروي د افغانانو په توان کې نه دی".
دا داسې مهال دی، چې څو ورځې مخکې د کندوز والي ویلي و، چې روسیې د امریکايي ټانګونه په بدل کې طالبانو ته تجهیزات ورکړي دي.
خو د روسیې حکومت طالبانو سره هر ډول پوځي او مالي مرستې ردوي او وايي، چې یوازې د خپلو دیپلوماتانو د ځان خوندیتوب لهپاره له طالبانو سره اطلاعاتي اړیکې لري.





