
د سرپل ولایتي شورا غړی اسدالله خرم سلاموطندار ته وویل، وسلهوالو طالبانو د سانچارک ولسوالۍ اړوند، د ګذر او تغایخواجه سیمو تر نیولو وروسته د ولسي پاڅونکوونکو کورونه سوځولي او د سیمې خلکو ته یې خبرداری ورکړی، که په ټاکنو کې ګډون وکړي، سزا به ورکړي.
په همدې حال کې د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالصمد سانچارکي د یادې ولسوالۍ امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي په دغو ولسوالیو کې ورځ تر بلې ناامني او جنایتونه ډېرېږي.
بلخوا سرپل کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د دې خبر د تایید ترڅنګ سلاموطندار ته وویل، د ټاکنو ورځې له رانږدې کېدو سره سم د یاد ولایت په ولسوالیو کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.





