بلخ؛ انسان‌تښتوونکيو د مور له غېږې ۱۳ مياشتنۍ نجلۍ تښتولې

دا ماشومه سارا نومېږي او د مزارشریف ښار «کوچه مارمل» سيمې نه ناپېژاندو کسانو تښتولې ده.

د سارا خپلوان وايي، د سنبلې په ۲۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې دوه انسان تښتوونکيو په يوه کرولا ډوله موټر کې د مور له غېږې ماشومه وتښتوله.

د سارا ورور اسلام‌الدین سلام‌وطندار ته وايي، د پېښې په اړه يې پوليسو ته خبر ورکړی. بلخ کې امنيتي مسوولان وايي، د پوليو له لوري پلټنې پيل شوي او هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه انسان‌تښتوونکي پيدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې يوازې ناامني او د طالبانو بريدونه نه، بلکې انسان تښتوونې، اخاذۍ او نورې غلاوې هم ډېرې شوي دي چې د بلخيانو ارام ژوند يې نارامه کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام