نی: ناټو باید له افغانستان سره په شرایطو مرسته وکړي

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) مسوولین وايي، چې د وارسا په غونډه کې د ناټو غړيو هېوادونو مشران باید له افغان حکومت سره په شرایطو مرستې وکړي او حکومت باید د دغه سازمان د مرستو په مقابل کې د دوی شرایط عملي کړي.

د وارسا سرمشریزه د ناټو او غوڅ ملاتړ ماموریت د غړیو هېوادونو له خوا د روانې جولای میاشتې په اتمه او نهمه د پولند په وارسا کې جوړیږي.

د افغانستان امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر پرون ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی د وارسا په غونډه کې په شپږو برخو کې مشخصې غوښتنې وړاندې کړي.

د امنیت شورا سلاکار وايي، چې د راتلونکو پنځو کلونو له پاره د امنیتي ځواکونو د مالي سرچینو د ټینګښت، د هوايي ځواک پیاوړي کول او تجهیزول، د هوايي ځواک تر پياوړي کېدو پورې له امنیتي ځواکونو د ناټو او

امریکا هوايي او کشفي ملاتړ او دوه نورې غوښتنې یې تر ډېره د امنیتي ځواکونو د روزنې، مالي ملاتړ او تجهیزاتو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ورټولې دي.

صدیق الله توحیدي د ناټو له غړیو هېوادونو غواړي، چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د پلي کولو، له ازادو او خصوصي رسنیو ملاتړ، د بیان له ازادۍ ملاتړ، د ټاکنیز نظام سمون، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پیلول او له فساد سره د مبارزې کولو په شرط دې له افغان حکومت سره مرستې وکړي.

دغه بنسټ وايي، چې په وارسا غونډه کې له افغان حکومت نه باید وغوښتل، چې د خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي عاملین دې په سزا ورسوي او د رسنیو مالي او معنوي ملاتړ وکړي.

د توحیدي په وینا، حکومت باید پرې نږدي چې رسني د مالي، امنیتي او فني اړخه بندې شي.

په ورته خت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، چې د ناټو او نړیوالې ټولنې له خوا د امنیت، ښې حکومتولۍ، اقتصاد، ټولنیزو او فرهنګي چارو کې ۴۲ ژمنې شوې وې، چې ۳۰ سلنه یې عملي شوي او په نور یې کار جریان لري او د نړیوالو قناعت مو تر لاسه کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام