
ترکیې ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په لړ کې به د هغه هېواد او افغان حکومت ترمنځ د مرستو درې مهم تړونونه لاسلیک شي.
دغه تړونونه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د سیاسي سلا مشورو، د امنیتي همکاریو په برخه کې د دواړو هېوادو د کورنیو چارو وزارتونو او درېیم هغه به یې د مولانا جلال الدین بلخي په نوم د یو پوهنتون د جوړولو په برخه کې لاسلیک کېږي.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د مرستو دغه هوکړه لیکونه به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ لاسلیک شي.
ولسمشر غني، چې په یو سفر ترکیې هېواد ته ورغلی دی، پرون (چهارشنبه) یې د افغانستان او ترکیې د پانګه ونې په غونډه کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې افغان دولت په کورنیو او باندنیو برخو کې پانګه ونې ته زمېنه برابروي.

غني همدا راز وویل، چې حکومت یې هڅه کوي، د نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک او نړیوالو بنسټونو په مرسته په افغانستان کې پانګه ونه خوندي کړي.
د چارو ادارې د مطبوعاتو برخې مشرې ناجیه انوري سلام وطندار سره په پرمرکه کې وویل، چې په دغې غونډه کې د ترکیې هېواد مشرانو ژمنه کړې، چې د افغانستان سره به د امنیت، پراختیا، د سوداګریزو او بشري ځواک د وړتیاوو لوړولو او سوداګرۍ په برخو کې به مرستې وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼې په خبر پاڼه کې را غلي دي، چې افغان ولسمشر به نن ګهیځ (پنجشنبه) د ترکیې پلازمېنې انقره ته رسېدلی دی او هلته به د د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او لومړي وزیر احمد داود اوغلو سره وګوري.





