د افغانستان ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله به د سویلي اسيا هېوادونو نړېوال جام سياليو کې د هندوستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته و دانګي.
د دغو سياليو کوربه د نيپال هېواد دی.
تېره ورځ د افغانستان ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله مالدیف هېواد ته سخته ماته ورکړه، چې دا ځل به نن یک شنبه (اګسټ۲۳مه نېټه) د هندوستان سره لوبه وکړي.
د فوټبال فدراسیون چارواکي رسنيو ته ویلي، چې د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلنه ملي لوبډله د خورا ښوو تياریو سره د سویلي اسيا هېوادونو په نړېوال جام کې ګډون کوي.
د دوی په وينا، افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله د دې وړتیا لري، چې د جنوبي اسيا د سياليو قهرماني خپله کړي.
دغه لوبې د جمعې په ورځ د سويلي اسيا شپږو ټيمونو ترمنځ پېل شوې.
د لوبو جدول داسې جوړ شوی، چې په لومړي پړاو کې نیپال، بنګله دېش او بوتان ۱۹ کلن فوټبال ټيمونه به سره لوبې کوي.
او په دویم ګروپ کې به افغانستان، له هندوستان او مالدیف هېوادونو سره لوبې وکړي.
یاده دې وي، چې سريلانکا او پاکستان فوټبال ټيمونو د نامعلومو دلایلو له امله په دغو لوبو کې له ګډونه ډډه کړې.
د افغانستان او هندوستان ترمنځ لوبه به د افغانستان پر وخت ۲ نیمې بجېد نيپال په پلازمینه کټمنډو کې ترسره شي.
یاده دې وي، چې دغه لوبې به د اګست په ۲۹ مه نېټه د يادو ټيمو څخه د يو په قهرمانۍ پای ته ورسيږي.





