په پکتیکا کې د طالبانو د نوې ډلې شمېر زرو تنو ته رسيږي

په دې وروستیو کې د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د طالبانو ترمنځ اختلاف زور اخیستی او یوې نوې ډلې، طالب مشر ملااختر محمد منصور د پاکستان سړی بللی دی.

ویل شوي، چې د دغې نوې ډلې شمېر شاوخوا زرو تنو ته رسيږي.

په پکتيکا کې مدني فعال محمدالله همت‌يار سلام وطندار ته وویل، چې د عبيدالله د طالبانو يوه قوماندان په دې ولسوالۍ کې نوې ډله جوړه او وایي، چې ملا اخترمحمد منصور د پاکستان په اشاره وسله وال فعاليتونه کوي او په افغانستان کې د پاکستان په خوخښه جګړه کوي.

د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابري هم له سلام وطندار سره په خبرو کې وويل، چې د طالبانو ترمنځ اختلاف اوس په سختو وسله والو نښتو بدل شوی.

دی وایي، چې په دې وروستیو کې د ډيورنډ کرښې ته څيرمه د "ګومل" او "وړمه مۍ" د ورسک په سیمه کې د طالب ډلو ترمنځ درنه جګړه شوې ده.

د هغه په وینا، دې جګړې څلور ورځې دوام وکړ، چې دواړه ډلې د وسله والو طالبانو پورې اړه لري، چې يوه يې د ملامنصور او بله ډله يې د محمد رسول کسان دي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخيل هم دا خبره منې، چې په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو وسله والو ډلو تر منځ درنه جګړه شوې، چې په پايله کې د طالب قوماندانانو په ګډون لسګونه وسله وال وژل شوي.

د هغه په وینا دواړو لورو ته ۴۵ کسان وژل شوي دي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بريالي نه شو.

د چارو شنونکي وايي، د طالبانو پخواني مشر ملا محمدعمر د مړينې یا وژل کیدو خبر له خپریدو او د دې ډلې نوي مشر په توګه د ملااختر محمد منصور اعلان وروسته د طالبانو په لیکو کې ژور اختلافونه رامنځ ته شول چې خبره تر وسله والو نشتو هم ورسیده.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام